د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوهستان: د تعليم افسر نواب علي د وژنې په تور د اسمبلۍ غړی ګرفتار


د کوهستان ضلعې د تعليم افسر نواب علي د وژنې په تور د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړی مفتي عبېدالرحمان نيول شوی.

د سيمې پوليس چارواکي واجد علي نن مشال رېډيو ته وويل چې مفتي عبېدالرحمان يې په دوشنبه تر هغه وروسته ونیولو چې اېبټ اباد های کورټ يې د ضمانت درخواست رد کړ.

مفتي عبېدالرحمان چې د مسلم ليګ (ق) غړی دی، په تېرو وختونو کې يې دغه تورونه رد کړي دي.

مخکې ځاي پولیسو ويلي وو چې نواب علي په اکتوبر مياشت کې د یو ځايي تن لخوا د ډزو په پېښه کی وژل شوی خو د تعلیم محکمې چارواکي او استادان وايي د هغه د وژلو فیصله یوې مقامي جرګې په دې وجه کړې وه چې هغه د تعلیم په محکمه کي دځينو ځايي مشرانو د خوښې کسان نه وو بهرتي کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG