د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ژورنالیزم خطرناک ترینه پېشه'


د بې پولو خبريالانو سازمان وايي په دې کال کې خبريالي يوه خطرناکه پېشه پاتې شوې، چې پکې ۴۹ خبريالان وژل شوي،۳۸۹ دا وخت بنديان دي او نور ۵۷ په حراست کې دي.

د رسنيو د ازادۍ څارنې پيرس مېشته سازمان په نړۍ کې په روان کال کې د خبريالانو پرضد په شوي خونړي تشدد او ناوړه چلند پېښو کې د وژل شوو خبريالانو شمېرې نن خپرې کړي.

د بې پولو خبريالانو سازمان وايي په ۲۰۱۹ م کال کې د وژل شوو خبريالانو شمېره په تېرو ۱۶ کلونو کې تر ټولو کمه ده.

سازمان وايي د خبريالانو په وژنه کې د دې تاريخي کمي وجه دا ده چې په جنګي سيمو کې د خبريالانو په وژل کېدو کمی راغلی.

سږکال د جنګونو رپوټولو پر وخت ټول ۱۷ خبريالان وژل شوي چې پکې ۱۰ په شام، ۵ په افغانستان او ۲ په يمن کې وژل شوي دي. د يادونې ده چې پروسږ کال په نړۍ کې د جنګونو پر مهال ټول ۳۴ خبريالان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG