د خیبر پښتونخوا وکیلانو د صوبايي حکومت لخوا په فوجدارۍ او دیواني مقدمو کې نوي شوي ترمیمونه رد کړي دي. د صوبې د وکیلانو د صوبايي اتحادیې یو غړې محمد سریر خان مشال ریډيو ته وويل چې په دې ترميمونو سره به پر موکل د مقدمو لګښت زيات کړي.
د دوی په وېنا تر څو چې دا ترميمونه نه وې اخیستل شوي، مظاهرې به يې دوام لري.
بلخوا د خېبر پښتونخوا د قانون صوبای وزیر بیرسټر سلطان خان وايي د دې قانون سازۍ مطلب د خلکو ستونزې حلول دي.
د هغه په وېنا دوی کوښښ کوي چې د وکيلانو سره د مذاکراتو له لارې دا مسله حل کړي. چې خبرو ته تیار یو او باید هړتال ختم کړي---