د لاسرسي ځای

تازه خبر

له روسیې سره د ترکيې او مصر پر پوځي تړون د امریکا نیوکې


د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه لوړ پوړي چارواکي له روسيې سره پوځي موافقو له کبله پر ترکيې او مصر نيوکه کړې.

دغه چارواکي خبر دارى ورکړ که د امريکا دغه ايتلافيان له خپلو دغو پلانونو څخه پر شا نه شي، ښايي بنديزونه ورباندې ولګول شي.

دغه چارواکي چې د نوم نه ښودلو په شرط يې پرون خبريالانو ته معلومات ورکول وويل، که انقره غواړي چې له واشنګټن سره يې اړيکې ښې شي نو بايد د روسيې د اېس ۴۰۰ ډوله هوايي دفاعي نظام څخه ځان خلاص کړي.

ترکيه چې د ناټو يو غړى هېواد دى، د روسيې د توغنديو د دفاعي نظام لومړۍ جوپه په جولاى مياشت کې ترلاسه کړه، چې له کبله امريکا ترکيه د امريکا ساخت اېف ۳۵ ډوله جنګي جټ الوتکو د خرڅولو له پروګرام څخه وايستل.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت دغه چارواکي زياته کړې چې امريکا له مصر سره هم کار کوي چې د دوه اربه ډالرو په ارزښت له خپل هغه تړون څخه په شا شي چې له مخې يې غواړي تر ۲۰ زياتې ((سوُ ۳۵)) ډوله جنګي جټ الوتکې له روسيې څخه رانيسي.

ترکيه چې د ناټو يو غړى هېواد دى، د روسيې د ميزاييلو د دفاعي سيسټم د پرزو لومړۍ بسته په جولاى مياشت کې ترلاسه کړه، چې له کبله امريکا ترکيې ته د امريکا ساخت F-35 ډوله جنګي جټ الوتکو د خرڅولو پروګرام وځنډاوه.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت دغه چارواکي زياته کړه، امريکا له مصر سره هم کار کوي، چې د ٢ مليارد ډالرو په ارزښت له خپل هغه تړون څخه تر شا شي چې له مخې يې غواړي تر ٢٠ زياتې Su-35 ډوله جنګي جټ الوتکې له روسيې رانيسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG