د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې چاودنې یو ماشوم وژلی او دوه تنه ژوبل


د افغانستان په جنوب ختیځ ولایت خوست کې سیمه‌ییز چارواکي وايي، د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ کې د ماین چاودنې یو ماشوم وژلی او دوه کسان‌یې ټپیان کړي دي.

د خوست د صبریو او یعقوبیو ولسوال عبدالحی ځاځي ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه نن سهار (عقرب ۲۳مه) د دې ولسوالۍ په یوه بازار کې شوې ده.

هغه وویل: "د سهار لسو بجو شااوخوا یو بم چې په موټرسایکل کې ځای پر ځای شوی وو، د ملکي خلکو له موټر سره چاودلی دی. په دې پېښه کې دوه ملکيان ټپیان دي چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږل شوي او یو نهه کلن ماشوم وژل شوی دی."

تر اوسه چا د دې چاودنې مسؤلیت نه‌دی منلی.​

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG