د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوم هیوادونه کمه انټرنیټي ازادي ورکوي؟


د ځینو ټولنیزو شبکو نښې
د ځینو ټولنیزو شبکو نښې

قزاقستان، سوډان، برازیل او یو شمېر نور هېوادونه تېرکال د انټرنیټي ازادۍ په حواله تر ټولو بدترین هېوادونه ګڼل شوي دي.

په واشنګټن کې مېشتې د ازادۍ او جمهوریت د څار خپلواکه ادارې فریډیم هاوس د نومبر پر پنځمه د انټرنیټي ازادۍ په حواله خپل تازه رپورټ خپور کړی چې پکې راغلي حکومتونه د ټولنیزو رسنیو له لارې د خلکو څارنه او انتخابات کنټرولوي.

د دې رپورټ ترمخه په ځینو هېوادونو کې حکومتونه په واک کې د پاتې کېدو لپاره یا خو ځینې ویبپاڼې بندوي او یا انټرنیټ ته د رسايۍ مخه نیسي.

د دې رپورټ ترڅنګ جاري شوي یو بیان کې د فریډم هاوس مشر مایک ابراموویټز ویلي یو شمېر حکومتونه په دې اند دي چې د ټولنیزو رسنیو د مخنیوي پر ځای دا د خپلې پروپېګنډې لپاره استعمال کړي.

په دې رپورټ کې د ۶۵ هېوادونو جاج اخیستل شوی چې پکې په۴۰ کې د ټولنیزو رسنیو د څارنې لپاره پرمخ تللي پروګرامونه لیدل شوي دي.

XS
SM
MD
LG