د لاسرسي ځای

تازه خبر

داعش په افریقايي هیواد مالي کې د چاودنه زمه واري منلې


د داعش ډلې بېرغ
د داعش ډلې بېرغ

داعش وسله والې ډلې په افريقايي هېواد مالي کې د سړک غاړي بمي بريد ذمه واري منلي ده چې په کې د فرانس يو پوځي وژل شوی دی.

دا له هغې وروسته ده چې يو ورځ مخکې دې وسله والې ډلې په پوځي اډه کې بريد کې په لسګونه پوځيان وژلي وو.

داعش ډلې پرون په بيان کې ويلي دي چې د فرانس پوځي قافلې سره نزدې یې چاودونکې مواد ځاي پر ځاي کړي ول. فرانس د خپل پوځيد وژنې خبره تاييد کړې ده.

فرانس په هغه سيمه کې د اسلامي سختدريځه ډلې پرضد عملياتو لپاره څلور نيم زره پوځيان ځای پر ځای کړي دي.

د مالي پوځي چارواکو د نومبر په لومړنۍ نيټه ویلي ول چې وسله والو د هېواد په ختيځ سيمه کې په يو پوځي مرکز بريد کې 53 پوځيان او يو ملکې وګړی ووژل.

وسلوالو د اکتوبر په مياشت کې هم 38 مالي پوځيان وژلي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG