د افغانستان د کندهار امنیتي چارواکي وايي چې په څو جلا عملیاتو کې یې د دوو پاکستانیو په ګډون۱۳ وسله وال نیولي دي.
د کندهار د پولیسو ویندوی جمال ناصر بارکزي د اکتوبر پر ۳۰مه خبریالانو ته وویل چې په نیول شویو کسانو کې دوه پاکستانیان هم شته چې مسیر او محمد عبدالله نومېږي او د ده په وینا کندهار ته د جاسوسۍ لپاره ورغلي وو.
ده همداراز ادعا وکړه چې له دغو دوو تنو څخه یو یې د پاکستان پولیسو غړی دی.