د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نواز شریف صحت خرابولی وجه د عمران خان 'نفرت' دی: مسلم لیګ ن


د پاکستان پخوانی وزیر اعظم نواز شریف.
د پاکستان پخوانی وزیر اعظم نواز شریف.

د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند تور پورې کړې چې د وزیر اعظم عمران خان د ''نفرت له وجې'' د ګوند رهبر نواز شریف روغتیايي حال ډېر خراب شوی دی.

مسلم لیګ (ن) ګوند دا خبره تر هغه وروسته کړې چې د اسلام اباد های کورټ په العزيزيه سټيل مل مقدمه کې د پخواني وزير اعظم نواز شريف سزا تر ۸ اوونيو ځنډولې ده.

عدالت دا پريکړه د اکتوبر د هغه درخواست په ځواب کې کړې ده چې پکې په طبي بنیادونو د نواز شریف سزا د معطلۍ غوښتنه شوې وه.

د مسلم لیګ (ن) ګوند یو مشر احسن اقبال د اکتوبر په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، تمه یې درلوده چې نواز شریف ته به بې شرطه ضمانت ورکړل شي خو هغسې ونشوه.

بلخوا وزیر اعظم عمران خان د ګل پر ورځ ویلي، نواز شریف ته یې ټولې اسانتیاوې ورکړي دي خو د ژوند ضمانت یې نشې ورکولای.

نواز شريف ته د اسلام اباد احتساب عدالت د تېر کال په ډیسېمبر کې په العزيزيه سټيل مل مقدمه کې د اوو کلونو د بند او جرمانې سزا اورولې وه خو هغه پر ځان لګېدلي ټول تورونه رد کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG