د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو د افغانستان له دفاعي ځواکونو سره د مالي مرستو ډاډ ورکړی


په بروکسل کې د ناټو غونډه
په بروکسل کې د ناټو غونډه

د امریکا دفاع وزیر، مارک اسپر ویلي چې د ناټوغړي هېوادونه په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ته په بشپړه توګه ژمن دي.

د ناټو غړو هېوادونو دفاع وزیرانو د اکتوبر پر ۲۵مه د بلجیم په پلازمېنه برسلز کې د افغانستان په اړه غونډه وکړه.

تر غونډې وروسته د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر په خبري غونډه کې وویل چې د غوڅ ملاتړ ماموریت به د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو روزنې ته دوام ورکوي.

مارک اسپر زیاته کړه چې ټولې خواوي دا خبره مني چې دې هدف ته د رسېدو تر ټولو غوره لار په افغانستان کې سیاسي جوړ جاړی دی.

د ناټو غړو هېوادونو تر ۲۰۲۴م کاله د افغانستان له دفاعي ځواکونو سره د مالي مرستو ډاډ ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG