د لاسرسي ځای

تازه خبر

جاپان کې توپان ۱۹ کسان وژلي


سمندري توپان د اکتوبر پر ۱۲مه د جاپان ختیځې برخې وځپلې.
سمندري توپان د اکتوبر پر ۱۲مه د جاپان ختیځې برخې وځپلې.

د جاپان چارواکو د اکتوبر پر ۱۳مه نېټه خبر ورکړ چې په دغه هېواد کې د سمندري توپان له وجې د وژلو شویو کسانو شمېر۱۹ ته رسېدلی دی.

په جاپان کې هیلي کاپټرونه، کشتۍ او په زرګونو ځواکونه ځای پر ځای کړل شوي چې د سېلابونو له وجې په کورونو کې اېسار پاتې خلک وژغوري.

سمندري توپان د اکتوبر پر ۱۲مه د جاپان ختیځې برخې او له هغې ورورسته یې د هېواد مرکزي او شمالي برخې هم وځپلې.

د جاپان د حکومت ویاند یوشي هادی سوګا د اکتوبر پر ۱۳مه، خبریالانو ته وویل چې توپان په هېواد کې په پراخه کچه زیانونه اړولي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د ژغورنې په عملیاتو کې ۲۷۰۰۰ پوځيان او امدادي کارکوونکي برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG