د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د اویغوریانو په ځورنه د چین ګڼ شرکتونه تور لېسټ ته اچولي


ترکیه کې د چین سفارتخانې مخې ته یوې اویغورۍ مول (ماسک) اغوستی، احتجاج کوي. ۲۰۱۹ز کال،۱ اکتوبر
ترکیه کې د چین سفارتخانې مخې ته یوې اویغورۍ مول (ماسک) اغوستی، احتجاج کوي. ۲۰۱۹ز کال،۱ اکتوبر

امريکا د بشري حقونو د سرغړونو په تور د چين ۲۸ کمپنۍ او سازمانونه و تور لېسټ ته اچولي. د سوداګرۍ وزارت د اکتوبر پر اوومه نېټه ويلي، دغه چينايي شرکتونه اوس د واشنګټن له اجازې پرته امريکايي مصنوعات نشي رانيولای.

وزارت زياتوي، چينايي کمپنيانې په سینکيانک صوبه کې د اويغور او نورو مسلمان اقليتونو پرضد روان حکومتي جبر، د هغو په لوی شمېر کې په حراست خانو کې ساتلو او د پرمختللې ټيکنالوجۍ له لارې څارولو کې ښکېلې دي.

په دې کې ۲۰ حکومتي کمپنۍ هم شاملې دي.

چين د امريکا د دې اقدام په غبرګون کې ټينګه ناخوښي او اختلاف څرګند کړی دی او ويلي يې دي چې په سينکيانګ کې د بشري حقونو د سرغړونو خبرې بې بنياده دي.

د امریکا له دې ګام سره به د نړۍ پام يو ځل بيا د سينکيانګ له مسلمانانو سره د چين حکومت روان ته چلند واوړي.

سېنکيانګ د چين يوه لېرې پرته صوبه ده چې پکې ۴۵ فيصده اوېغور مسلمانان او ۴۰ فيصده هان توکمه چينايان ژوند کوي.

چين په دا وروستيو کلونو کې په سېنکيانګ کې په پراخه کچه عمليات پیل کړي دي.

ملګري ملتونه او د بشري حقونو سازمانونو وايي، د چين حکومت شاوخوا یو میليونه اويغور او نور مسلمان لږکي په حراست خانو کې ساتلي دي.

د چین سختدریځۍ ضد کیمپونه تعلیم ورکوي که ځورونه؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:38 0:00

د نسلي توپير د له منځه وړلو لپاره د ملګرو ملتونو کمېټې مشر نيکولس ماروګان په ۲۰۱۸ز کال کې د سازمان رپورټ خپرولو پر وخت ويلي وو چې په چين کې د اويغور او نورو مسلمانانو په حراست کې د ساتلو رپورټونو اندېښمن شوي دي.

هغه زياته کړه: ''کمېټې د اويغور او نورو مسلمانو په پراخه کچه په حراستي مرکزونو کې د ساتنې، د ترهګرۍ او مذهبي انتهاپسندۍ په پلمه د تور لګولو او عدالت ته له حاضرولو پرته تر اوږدې مودې پورې د ساتنې رپورټونو اندېښمنه کړې ده. کمېټې پر دې هم خپګان څرګندوي چې مالومه نه ده چې څومره کسان په حراست کې ساتل شوي دي.''

د ملګری ملتونو او بشري حقونو سازمانونو پرته خپله له سینيګانګ صوبې دنړۍ نورو هېوادونو ته تښتېدلي اويغوران او نور مسلمانان د چين حکومت د اقداماتو پرضد مظاهرې کوي.

په دې اړه زياتره مظاهرې په قازقستان کې کېږي. په سنکيانګ کې په لسګونه زره قزاقان هم اوسېږي چې پکې يو شمېر کسان يې له چين څخه قازقستان ته تښتېدلي دي.

دوی په مظاهرو کې د قازقستان له حکومت غوښتنه کوي چې پر چين دې فشار راوړي چې په سینيکانک کې نيول شوي د دوی ۵۰ زره خپلوان خوشي کړي.

له چين څخه قزاقستان ته تښتېدلې يوې ښځې د روان کال جنورۍ په مياشت کې د مشال راډیو قزاقي څانګې ته وويل چې اته مياشتې په حراستي کېمپ کې ساتل شوې وه.

هغې زياته کړه:

''په حراستي کېمپ کې د ۶۰۰ او ۷۰۰ په منځ کې ښځې ساتل شوې وې. ډېره زياته ګڼه ګوڼه وه. دوه ښځې به په يوه کټ کې ويدېدلې، تشنابونه په کوټه کې دننه ول چې له وجې ناروغۍ خورېدلې. موږ به هروخت ناروغه وو. کله چې به د کېمپ له اصولو سرغړونه وشوه نو دوی به هغه کس تر ۲۴ ګنټو پورې په يوه تياره کوټه کې بندولې. دوې ښځې يې يوازې د ژاولو په ژوولو په تياره کوټه کې بندې کړې. دغې کوټې به روشندان نه درلود، دومره لنډه او تنګه وه چې پکې نه کېناستل کېدای شو او نه هم ويدېدای شو. يوازې پکې درېدل کېدای شو.''

خو چين تل دا تورونه رد کړي او وايي چې د ترهګرۍاو مذهبي انتهاپسندۍ پرضد يې داسې مرکزونه جوړ کړي چې پکې خلکو تربيت ورکول کېږي.

د چين د بشري حقونو د بیورو مشر لي ژیاجن تېرکال په دې اړه ويلی وو.

''نه، له دوی سره بد چلند نه دی شوی، دوی ته مسلکي زده کړې او تربيه ورکول کېږي چې دا رنګه بهتره نوکريانې و موندي. دوی د قانون په اړه هم بنيادي تعليم ترلاسه کوي.''

خو د چين حکومت پرله پسې سپيناوي ملګري ملتونه، د بشري حقونو سازمانونه او ځينې نړیوال هېوادونه کانې (قانع) کړي نه دي.

د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو تېره اوونۍ په واټیکان کې د خبرې غونډې پر مهال پر چين تور پورې کړ چې له خپلو شهريانو غواړي چې د خدای نه بلکې د چين د حکومت عبادت وکړي.

امريکا ته تښتېدلي چينايي مسلمانان
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:21 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG