د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین وايي امریکا دې د دوي په کورنیو چارو کې ګوتې نه وهي


د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند

چین تر هغې وروسته پر امریکا تنقید کړی چې د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د اویغور مسلمانانو پر وړاندې د بیجنګ چلند د پېړۍ داغ وبللو.

د جولايي پر ۱۹مه د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګینګ شوانګ د امریکا هغه بیان منافقانه وبللو چې یوه ورځ مخکې په واشنګټن کې د مذهبي ځورونې په یوه نړیواله غونډه کې مخې ته راغلو.

ګینګ وویل د مذهبي اذادۍ د فروغ لپاره غونډې د چین مذهبي تګلارې او مذهبي عقیدې بدنامه کړې او د دوی په کورنیو چارو کې یې مداخلت کړې دی.

نوموړي وویل هیواد یې له دې سخت غیر مطمین دی او په کلکه یې مخالفت کوي.

هغه وویل دوی له امریکا غواړي چې د مذهبي مسلو په استعمالولو سره د نورو هیوادونو په کورنیو معاملو کې مداخلت بند کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو چارواکو په ۲۰۱۸م کال کې ویلي وو چې شا او خوا یو میلیون نسلي اویغور مسلمانان په چین کې د ترهګرۍ ضد مرکزونو کې ساتل شوي او په ملینونو نور په هغو کیمپونو کې ساتل شوي چې بیا تعلیم ورته ورکړل شي.

پامپیو وویل دغه مرکزونه د دغو مسلمانانو مذهبي او نسلي شناخت د ختمولو لپاره جوړ شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG