د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین کې د اویغوري مسلمانانو د حقونو پراخه سرغړونه کېږي


د بشري حقونو څار ادارې ویلي، چین په لویه او منظمه کچه د اویغور لږکیو مسلمانانو د حقونو سرغړونې کوي.

امریکا میشتې ادارې نن دوشنبه په یو خپاره کړي راپور کې دلیلونه ورکړي چې د چین حکومت په سنکیانګ سیمه کې د جرمونو ثابیتېدو بغیر نیونې، تشدد، ناسم سلوک او په ورځني ژوند کې له لاسوهنو سره د بشري حقونو سرغړونې کوي.

د بشري حقونو څار ادارې (هیومن رایټس واچ) په راپور کې د امتیازي سلوک ختمولو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې د اګست د ۱۰مې د هغه بیان ذکر هم شوی دی چې وايي، په چین کې د اویغور ټولنې خلک د ترهګری ضد مبارزي په مرکزونو کې بندي دي او په ملینونه خلک یو وارې بیا د زدهکړو ترلاسه کولو کیمپونو ته د تللو لپاره اړ شوي چې د اویغور خلکو سیمه یې په یوه لوی زندان اړولې ده.

د چین حکومت دا تورونه رد کړي او وايي چې لیرې پرته مغربي سیمه سنکیانګ یې له یوې لویې غمیزې خوندي کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG