د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوغور مسلمانان: چين دې د زندانيانو ويډيوګانې خپرې کړي


د چین بېرغ
د چین بېرغ

يوغور مسلمانانو پر چين غږ کړی چې د هغو کسانو ويډيو دې خپرې کړې چې د حکومت په زندانونو او کمپونو کې ورک شوي دي.

پر ټولنيزو مطبوعاتو يا سوشل ميډيا دا غږونه د فرورۍ په دولسمه تر هغې وروسته راپورته شول چې د چين سرکاري مطبوعاتو د يو يوغور موسيقار عبدالرحيم حيات ويډيو خپره کړه. حيات د قېد پر مهال مړ شوی وو. معلومه نه ده چې دا ويډيو کله جوړه شوې وه.

اوس يوغور مسلمانان وايي چين دې د زرګونو هغو نورو ويډيو هم خپرې کړې چې غېب کړل شوي دي.

پر چين د يو غور مسلمانانو سره د مبيينه تعصبي او خراب سلوک له کبله د نړيوالو نيوکې او فشارونه ډېر شوي دي. ملګرو ملتونو تېر کال وويل چې چين خوا او شا يو ميليون يوغور مسلمانان د سخت دريځۍ ضد مرکزونو کې قېد کړې دي. چين وايي دا مرکزونه تعليمي ادارې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG