د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مبارزې جاري ساتلو لپاره مې پاکستان پرېښود: ګلالۍ


ګلالۍ اسماعیل
تصویر له ارشیفه
ګلالۍ اسماعیل تصویر له ارشیفه

په پاکستان کې د بشري حقونو فعاله ګلالۍ اسماعيل په امريکا کې راڅرګنده شوې ده.

نوموړې نن (د سېپټېمبر پر ۱۹مه) مشال راډيو ته وويل چې د اوږدې مودې له پټېدو وروسته د ملګرو ملتونو په مرسته امريکا ته رسېدلې ده.

د پاکستان حکومت ګلالۍ د رياست خلاف په ويناوو او کړنو تورنه کړې وه او د هغې پر ضد يې مقدمه هم درج کړې وه خو د هغې او د هغې د ملګرو پر کورونو يې په وار وار پر چاپې وهلو سربېره هم هغه ګرفتاره نکړای شوای.

ګلالۍ اسماعيل د څه باندې څلورو مياشتو له پټېدو وروسته د تيرې سېشنبې په ورځ په نيويارک کې راڅرګنده شوه. نوموړې وايي چې ژوند يې په خطر کې و نو ځکه يې پاکستان پرېښود او د سريلنکا له لارې ځکه امريکا ته راغله چې د بل هېواد ويزه يې نه درلوده:

"د پاکستان پر سرحدونو باندې خلک ګومارل شوي ول چې زه د سرحدونو، په ځانګړې توګه د افغانستان د سرحد له لارې وانه وړم. زه په دې پوهه وم چې دا کار د ځان لپاره يو کار کتل دي او پاکستان ته به د پروپېګنډې کولو ښه لاره په لاس ورشي. خو ځکه زه د سريلنکا له لارې ووتم او زما پر پاسپورټ يواځې د امريکا ويزه وه نو هلته لاړم."

ګلالۍ اسماعیل امريکا ته د رسېدو کيسه کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:08:38 0:00

ګلالۍ زياتوي چې هغه ځورول شوې او دړکې ورکړل شوي خو ډېره شکرګزاره ده چې ژوندۍ پاتې شوه. د نوموړې په وينا اوس يې په امريکا کې د اوږدمهاله ويزې لپاره غوښتنه کړې ده.

د ګلالۍ پلار پروفېسر محمد اسماعيل نن (د سېپټېمبر پر ۱۹مه) مشال راډيو ته وويل چې هغه خوشحاله دی چی لور يې پيدا شوه خو زياتوي چې خبر نه و، لور يې چيرې ده:

"د پاکستان حکومت او رياست وينا کړې وه چې ګلالۍ اسماعيل له دوی سره بندي ده او دوی مقدمه پر چلوي. دا خبره د پاکستان رياست ملګرو ملتونو ته ليکلې وه. موږ ته دا معلومه نه وه چې دا دومره دروغجن رياست دی. له دې وړاندې يې پر ټي وي او راډيوګانو خبرونه چلولي وه چې ګلالۍ يې په پېښور کې ګرفتاره کړه، چې موږ معلومات وکړل نو هغه يې نه وه ګرفتاره کړې او هغه له ملګرو سره پټه وه. رياست چې بيا ملګرو ملتونو ته وليکل نو موږ شکمن شولو ځکه له ګلالۍ سره زموږ رابطه نه وه."

ګلالۍ اسماعيل د خیبر پښتونخوا د صوابۍ ده. هغې د ويښو نجونو په نامه د ښځینه حقونو د دفاع لپاره يوه اداره هم جوړه کړې او ګڼې جايزې يې اخيستې دي. نوموړې په دا وروستيو کې په پښتون ژغورنې غورځنګ کې ډېره فعاله وه. نوموړې وايي اوس به هم خپلې مبارزې ته دوام ورکوي:

"زما د بهر راوتلو مقصد هم دا دی چې زه خپله مبارزه جاري وساتم. ما مخکې هم د خپل ژوند تېر ۱۵ کاله د امن او حقونو لپاره مبارزه کړې ده. دا مبارزه به زه له امريکا نه هم جاري ساتم. زه د امن او جمهوري حقونو لپاره خپل غږ اوچتوم."

ګلالۍ اسماعيل چې د تېر کال (۲۰۱۸م) د اکتوبر پر ۱۲مه نېټه په لندن کې د هيومنسټ انټرنېشنل په يوه غونډه کې له ګډون وروسته پاکستان ته ستنه شوه نو پر اسلام اباد هوايي ډګر ونيول شوه او له هغې پاسپورټ واخيستل شو. پاکستاني چارواکو له هېواده د هغې پر وتلو هم بنديز ولګاوه. پر هغې تور پورې شوی و چې د پاکستاني رياست ضد کارونه يې تر سره کړي دي. وروسته د اسلام اباد يو عدالت د ۲۰۱۹م کال د مارچ پر ۱۴مه د هغې نوم د ممنوع الخروج کسانو له نوملړه د ايستلو امر وکړ.


ګلالۍ اسماعيل سږ کال د مې په مياشت کې تر هغه وروسته ورکه شوه چې په اسلام اباد کې يې د يوې مظاهرې پر مهال د پاکستان پر امنيتي ادارو تنقيد وکړ. دا مظاهره په اسلام اباد کې د جنسي تېري ښکار او وژل شوې، فرشتې مومند د وژونکیو نيولو لپاره شوې وه.

تر دې مظاهرې وروسته، د پاکستان امينيتي ځواکونو د ګلالۍ اسماعيل کور څو ځله تالاشي کړ او پر مور پلار يې هم ورله اېف ای ار درج کړ. د ګلالۍ پر ضد چې کله نوې مقدمې جوړې شوې نو هغه مجبوره شوه چې ځان پټ کړي او بيا هېواد پرېږدي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت له چارواکو سره مو په دې اړه تماس ونيو خو هغوی له څه ويلو ډډه وکړه.

XS
SM
MD
LG