د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور پښتین بې له پلټنو مقدمې دروغجنې بولي


منظور پښتین
منظور پښتین

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، د شمالي وزیرستان ډپټي کمېشنر د خړ کمر پېښې په اړه رپوټ د پوځ تر فشار لاندې لیکلی دی.

منظور پښتین بېګا له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، دوی دا رپوټ ځکه نه مني چې یواړخیز دی او د عیني شاهدانو بیانونه پکې نه دي اخیستل شوي. پي ټي اېم ادعا کوي چې پاکستانیو پوځیانو د دوی پر یوه لاریون په ډزو کې ۱۴ کسان ووژل او تر ۴۰ ډېر یې ژوبل کړل خو پوځ وايي چې لومړی د دوی پر یوه پوسته برید وشو او د خپلو پنځو عسکرو د ژوبلېدو خبره کوي چې یوه یې وروسته ساه ورکړې ده.

منظور پښتین د خړ کمر پر پېښه زموږ له همکار سېلاب مسود سره په خبرو کې د دوی پر کارکنانو او مخکښانو لکه علي وزیر او محسن داوړ باندې کښلي سرکاری اېف ای ار دروغجن او بې بنیاده وباله.

د پي ټي اېم پر ګڼو کارکنانو د خړ کمر پېښې پرضد د پېښور په ګډون په یوشمېر نورو برخو کې د دوی پر پرلتوالو اېف ای ارونه کښل شوي دي او تر اوسه یې څه باندې سل غړي د پاکستان په بېلا بېلو زندانونو کې دي.

بېګا شپه هم په ډېره اسماعیل خان کې د دوی یو مخکښ ادریس پښتون پاکستانیو استخباراتو له ځان سره د پي ټي اېم په ادعا بې له ورانټه اوچت کړی دی.

منظور پښتین د پاکستانیو پوځیانو د هغه ادعاو په ځواب کې چې پر پوسته یې د پي ټي اېم غړیو برید کړی دی؟ وویل، د پاکستاني پوځ پر هره پوسته پټې کېمرې لګېدلې دي نو د هغې پېښې ویډيو دې راوباسي چې هرڅه په ډاګه شي. نو بیا دې اېف ای ار هم په هغه بنیاد چې څوک هم ګرم وي وکښل شي. چې څوک هم ککړ وي هغه دې عدالت ته کش کړل شي خو بې بنیاده او دروغجن اېف ای ارونه دې ختم شي. د نوموړي په وینا لومړی دې یوه تحقیقاتي کمېټۍ جوړه شي او د خړ کمر پېښه دې وڅېړي له هغه وروسته دې اقدام وکړي.

نوموړي په ټینګار سره غوښتنې وکړې چې علي وزیر او محسن داوړ دې پرېښودل شي. د خړ کمر پېښه دې په انصاف وڅېړل شي. په فاټا کې دننه دې انتظام یانې چېک پوسټونه، پرمختیايي کارونه او ټول سیسټم ولسي انتظامیې ته وسپارل شي. پوځ دې خپلو کلاګانو ته ولاړ شي، دوی دې خلکو ته تحفظ ورکړي، واک اختیار دې نه چلوي.

قانوني تقاضه وه، ځان مې وسپارلو: محسن داوړ

پولیسو د ګلالۍ اسماعیل پر کور چاپه وهلې: صبا اسماعیل

پښتین: پوځ په خړ کمر کې د وژلیو کورنۍ په پېسو خاموشه کول غواړي

XS
SM
MD
LG