د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د خړ کمر پېښې نیولو کسانو مقدمې دې بیا وکتل شي'


د پي ټي اېم مخکښان محسن داوړ او علي وزیر دا مهال په زندان کې دي.
تصویر له ارشیفه
د پي ټي اېم مخکښان محسن داوړ او علي وزیر دا مهال په زندان کې دي. تصویر له ارشیفه

د پاکستان بشري حقونو کمېشن د سېشنبې پر ورځ د ریښتیا موندنې په نامه په خپل یوه راپور کې ويلي دي، د پښتون ژغورنې غورځنګ پرضد د روانې کارروايۍ پر وخت بايد رياست د قانون واکمني په پام کې وساتي.

په راپور کې راغلي چې د خړکمر پېښې د تحقيقاتو لپاره دې یوه بې طرفه عدالتي کمېشن جوړ کړل شي چې دارنګ د هغې پېښې په اړه د ځايي خلکو اندېښنې لیرې شي. راپور وايي پوځ دې د مظاهرو پرمهال د ولسي وګړو پرضد د خطرناکو طريقو له کارولو ډډه وکړي چې دارنګ د خړ کمر په څېر پېښې بيا رامنځته نشي. د بشري حقونو کمېشن راپور وايي د خړکمرپېښې وروسته د نيول شوو کسانو کېسونو ته دې له نوې سره کره کتنه وشي.

د بشري حقونو کمېشن په خپل راپور کې دا هم ويلي دي چې د وزيرستان منتخب پارلېماني استازیو علي وزير او محسن داوړ ته دې په پارلېماني غونډو کې د برخه اخیستو اجازه ورکړل شي. د پارلېمان دا دواړه غړي چې د پي ټي اېم مخکښان هم دي د مې پر ۲۶مه د شمالي وزیرستان په خړ کمر کې د ډزو تر هغې پېښې وروسته نیول شوي چې پوځ او پښتون ژغورنې غورځنګ یې پړه پر یو بل اچوي. پر هغه ورځ، د پوځ له وینا سره سم، پر سرتېرو تر برید وروسته په ځوابي ډزو کې درې کسان وژل شوي او ۱۰ ټپیان ول. خو غورځنګ وايي، د سرتېرو په ډزو کې ۱۴ کسان وژل شوي او تر ۴۰ زیات ژوبل شوي ول.

د سپټمبر په ۱۷ مه د پښتون ژغورنې غورځنګ يوې مخکښه ثنا اعجاز د دې راپور هرکلی وکړ خو وايي بايد چې د بشري حقونو کمېشن په خپل راپور کې د پي ټي اېم د هغو غړیو لکه د عالمزېب مسود او ګڼو نورو ذکر هم کړی وی چې د خړکمر تتر پېښې وړاندې د سایبر کرایم په نامه مقدمو کې نیول شوي ول. دا وايي که څه هم د عالمزېب مسود ضمانت شوی دی خو د هغه پېښې به روانې وي چې د بشري حقونو کمېشن دې ته هم پام وکړي.

د پاکستان بشري حقونو کمېشن په خپل راپور کې پر پاکستاني رياست غږ کړی دی چې د بشري حقونو پښتنې فعالې ګلالۍ اسماعيل او د هغې د کورنۍ روانه ځورونه او وېرول دې بند کړل شي. د پي ټي اېم غړې او مدني فعالې ګلالۍ اسماعيل پلار پروفېسر اسماعيل د راپور هرکلی کړی او وايي د استخباراتي ادارو چارواکي يې ډېر زيات تنګوي.

نوموړي د سېشنبې پر ورځ ناوخته مشال رېډيو ته وويل: (زموږ له ملګرو او خپلوانو پوښتنې ګروېږنې کېږي چې ګلالۍ اسماعيل چېرته ده؟ زه ډېر زيات تنګ شوی يم.)

ديادونې ده ګلالۍ اسماعیل چې دا وخت لا درکه ده، پرضد يې هله پلټنې پیل شوې او د پوليسو لخوا يي د نيولو هڅې روانې شوې چې کله هغې په مې په مياشت په اسلام اباد کې د مومندو د یوې لس کلنې ماشومې فرشتې مومند د وژنې خلاف په یوه مظاهره کې خبرې وکړې. پر هغې د پاکستان د ترهګرۍ ضد قانون لاندې د ریاستي ادارو خلاف د خبرو کولو او ځینې نور تورونه لګول شوي دي خو ګلالۍ او کورنۍ يې دغه تورونه ردوي.

مشال رېډيو هڅه وکړه چې د بشري حقونو کمېشن پر دې راپور د خیبر پښتونخوا او وفاقي حکومتونو له چارواکو سره خبرې وکړي خو بريالۍ نشوه.

د پاکستان بشري حقونو کمېشن پخواني مشر افراسياب خټک د سپټمبر په ۱۷ مه مشال رېډيو ته وويل چې د کمېشن راپور سم او د حقايقو پر بنياد جوړ کړل شوی دی خو په خبره يې چې ښکاري نه حکومت به په دې راپور عمل وکړي.

XS
SM
MD
LG