د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د ګاډو ټکر درې تنه وژلي


د ګاډو ټکر د خوست په المرۍ سیمه کې شوی. ۲۰۱۹ز کال، ۱۹م سېپټېمبر
د ګاډو ټکر د خوست په المرۍ سیمه کې شوی. ۲۰۱۹ز کال، ۱۹م سېپټېمبر

په خوست کې د ګاډو ټکر کې درې تنه مړه او د یوې ښځې په شمول پنځه تنه زخمیان شوي دي.

د افغانستان په جنوب ختیځ کې پروت د خوست ولایت امنیتي چارواکي وایي چې نن پنجشنبه د سنبلې د میاشتې په ۲۸ مه د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د المرۍ سیمه کې د کابل - خوست پر عمومي سړک د سراچه او ټوډي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د خوست د امنیې قوماندانۍ رسنیز دفتر وایي، په پېښه کې درې تنه مړه او د یوې ښځې په شمول پنځه تنه ټپیان شوي دي چې وژل شوي کسان او ټپیان ملي پولیسو ملکي روغتون ته انتقال کړي دي.

یاده ترافیکي پېښه د موټروانونو د بی احتیاطۍ له امله رامنځ ته شویده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG