د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تېلو لوړ نرخ پر پاکستاني ولس اغېز؟


د تېلو بیې د سعودي د تېلو پر نظام تر حملې وروسته لوړې شوې
د تېلو بیې د سعودي د تېلو پر نظام تر حملې وروسته لوړې شوې

د سعودي عرب د انرژۍ وزیر ویلي، په شاوخوا دوه اوونیو کې به د تېلو د پیداوار پخوانی کچ بحال کړي.

د سېپټېمبر پر ۱۷مه په ریاض کې د خبري غونډې پر مهال د شهزاده عبدالعزیز بن سلمان تر ډاډ وروسته په نړیوال بازار کې د تېلو بیې ښکته شوې.

د سېپټېمبر پر ۱۴مه، د بقیق د تېلو د کارخانو او لېږد پر نظام د ډرون توغندیو تر حملې وروسته، د سعودي عرب د تېلو پیداوار نیمايي کم شو چې د نړۍ د پیداوار پېنځه فیصده برخه جوړېږي.

ریاض او واشنګټن د حملې تور پر ایران پورې کړی چې هغه یې ردوي خو په یمن کې تهران پلوه حوثي یاغیانو د حملې ذمه واري منلې.

تر برید وروسته چې د ګل پر ورځ (سېپټېمبر ۱۶) د ونډو په نړیوال بازار کې کاروبار پیل شو نو د تېلو د یوه بیرل بیه شاوخوا ۷۲ امریکايي ډالره ته ورسېده خو چې د سعودي عرب د انرژۍ وزیر وویل چې د پیداوار نظام به د سېپټېمبر تر پای پورې ورغوي، نو په نړیوال بازار کې بیې بېرته شاوخوا ۶۴ ډالره ته ښکته شوې.

د منځني ختیځ ټول تنصیبات له خطر سره مخامخ دي.
ډاکتر فرخ سلیم

پاکستان د سیمې له هغو هېوادونو څخه یو دی چې له خلیجه تېل اخلي او له شاوخوا یوې لسیزې راهیسې د انرژۍ له بحران سره مخامخ دی.

هغه هېواد اقتصادي ستونزې هم لري چې له کبله یې د شماریاتو سرکاري ادارې په وینا، د یو کال په موده کې د ورځني استعمال شیانو بیې خورا لوړې شوې دي.

شنونکي وايي، د خلیج امنیتي حالات او د تېلو په بیو کې بدلون په پاکستان کې پر بازار، اقتصاد او د خلکو پر ژوند مستقیم اغېز لري.

په کراچۍ کې د اقتصادي چارو پوه ډاکتر فرخ سلیم د سېپټېمبر پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل، د لنډ وخت لپاره په نړیوال بازار کې د تېلو د بیو بدلېدل لوی اثر نه لري، خو د خلیج سیمې امنیتي حالات به په اوږدمهاله ډول د ټولې نړۍ اقتصاد او کاروبار اغېزمن کړي.

چې د تېلو بیې څومره کمې وي، هومره ښه ده.
محمد صدیق دلال

د سلیم په خبره، د سېپټېمبر ۱۴مې تر حملې وروسته "د منځني ختیځ ټول تنصیبات له خطر سره مخامخ دي. داسې ویل کېږي چې د ډرون توغندیو دا برید له شاوخوا ۱،۴۰۰ کیلومیټره واټنه شوی دی. د دې دا معنا ده چې داسې حمله بیا هم کېدای شي او د تېلو په ګډون یو شمېر نور تنصیبات [د دې توغندیو] نښه ګرځېدای شي. د دې له کبله به د تېلو په نړیوال بازار کې تر اوږدې مودې پورې بې ثباتي وي."

په عین وخت کې سعودي عرب د سېپټېمبر پر ۱۸مه وویل، د خلیج په اوبو کې له امریکا سره په ګزمو کې ورشریکېږي چې موخه یې د سیمې د تېلو د لېږد لارو او نظام ساتنه ده.

د کراچۍ د ونډو بازار پخوانی مشر او غړی محمد صدیق دلال وايي، وروستیو پرمختګونو هیله پیدا کړې ده: "کله چې سعودي عرب د تېلو پیداوار د پخوا په څېر بحال کړي نو د تېلو بیې به لا ښکته شي. دا به پاکستان ته ګټه ورسوي. چې د تېلو بیې څومره کمې وي، هومره ښه ده."

خو ډاکتر فرخ سلیم وايي، یوازې په نړیوال بازار کې د تېلو بیو ټیټېدو ته خوشالي نه ده په کار، بلکې حکومت باید د هېواد په اقتصادي نظام کې بنسټیز اصلاحات وکړي ځکه چې د تېلو بیې چې هر وخت لوړېږي، د پاکستان ولس به اغېزمنوي: "د تېلو بیې چې لوړې شي، د هر شي بیه ورسره لوړېږي ځکه چې د شیانو له یو ځای څخه بل ته انتقالولو لپاره د ګاډو ضرورت وي او ګاډي په ډیزلو او پېټرولو چلېږي."

سلیم وايي، کله چې ګراني زیاته شي او "انفلېشن لوړ شي نو بیا مرکزي بانکونه د سود کچ لوړوي چې دا پر کاروبارونو اغېز کوي او هغوی چې څه جوړوي یا خرڅوي، بیې یې لوړي. نو دا یوه داسې دایره ده چې پاکستان پکې بند دی. اوس حکومت ته په کار دي چې دا دایره ماته کړي."

د پاکستان حکومت روان کال د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د پور پر شرطونو سلا شو او وزیراعظم عمران خان ژمنه وکړه چې نه یوازې د ټیکسونو په نظام کې اصلاحات راولي، بلکې اقتصاد هم پر خپلو پښو دروي.

د پاکستان وزیراعظم په بیا بیا ویلي چې په هېواد کې ګراني لنډمهاله ده او ټولنې ته به یې د اقتصادي پالیسۍ مثبت اغېز ژر ورمعلوم شي.

XS
SM
MD
LG