د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې د دوو وروڼو د وژنې پرضد احتجاج شوی


د شمالي وزیرستان په سپین وام کې احتجاج
د شمالي وزیرستان په سپین وام کې احتجاج

پراګ: د شمالي وزیرستان په سپین وام کې خلکو د سپټمبر پر ۱۴مه د هغو دوو وروڼو مړي د احتجاج په توګه د سپین وام په چوک کې د څه وخت لپاره یښي وو چې تېره شپه په یوه هدفي وژنه کې وژل شوي وو.

له شمالي وزیرستانه د خیبر پښتونخوا د صوبایي اسمبلۍ غړی میر کلام وزیر وایي د سیمې خلک د هدفي وژنو په اړه اندېښنې او پوښتنې لري.

نوموړي په سپین وام کې د شوې پېښې په اړه وویل ، “ ډېر په ښکاره د پوځ په وردۍ کې یو تن پر دوي ډزې کړې ، دا د سپین وام د یونټ غړی وو، او دغه دوه وروڼه یې وژلي دي، بیا د کلي خلکو دی هم په ډزو وژلی دی”.

میر کلام وزیر زیاته کړه چې روزانه د دوي په سیمو کې هدفي وژنې او بمي چاودنې کیږي او د ده په وینا ، چې کله د ولس او امن خبره کوي نو بیا غدار ورته ویل کېږي او په بند کې اچول کېږي.

ده د پښتون ژغورنې غورځنګ د دوو نیول شوو مشرانو په اړه وویل ، “زموږ د علي وزیر او محسن داوړ هم دغه ګنا ده چې د وطن خبره یې کړې ده”.

د شمالي وزیرستان یو ځایي مشر ملک غلام وایي په سیمه کې د هدفي وژنو پېښو سخت انديښمن کړي دي.

ده وویل ، “د سپین وام او تپي سیمو پېښو د وزیرستان ولس سخت اندېښمن کړی دی ، خلک وایي دوی دومره قربانۍ ورکړې، له خپلو کورونو بې کوره شول، موږ دا هر څه د امن لپاره وکړل خو چې کله واپس شو، نو اوس بیا د ناامنۍ پېښې پیل شوې.”

بلخوا د خیبر پښتونخوا د وزیراعلا ویاند اجمل وزیر دا تورونه ردوي چې ګواکې پوځ په هدفي وژنو کې ککړ دی او وايي چې امنیتي ادارې د سیمې د امنیت لپاره په کار بوختې دي.

ده وویل ، “دا د امنیتي ادارو خلاف پرپېګنډه ده، پوځ په دې اړه ډېرې قربانۍ ورکړې دي خو په دې کې هم څه شک نشته چې زموږ خلک هم ډېر متاثره شوي دي.”

اجمل وزیر وویل چې اوس په قبایلي ضلعو کې ډېر بدلونونه روان دي نو د ځینو قانوني کارونو په کولو کې به وخت لګېږي خو د ده په وینا ، ډېر زر به په حالاتو کې ښه والی راشي.

بل خوا د پاکستان پوځ په یو بیان کې ویلي چې په سپین وام کې ورانکارو هغه وخت پر امنیتي ځواکونو ډزې کړې دي چې هغوي د معمول په ګشت روان وو.

د پوځ په وینا په ډزو کې د اختر حسېن په نامه یو عسکر وژل شوی او د پوځ په ځوابي ډزو کې دوه ورانکاري وژل شوي دي.

د وزیرستان ځایي مشران او ځوانان وایي دوي په سیمه کې د ناامنۍ او هدفي پېښو خلاف په څو څو وارې احتجاجونه هم کړي دي او له حکومت څخه یې په سمه کې د امنیت خوندي ساتلو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG