د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلا جلا تور مو د غورځنګ غړي ګرفتارېږي. پښتین


په کلا سیف الله کې د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه ولسي غونډه. ۲۰۱۸ز کال، لسم مارچ
په کلا سیف الله کې د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه ولسي غونډه. ۲۰۱۸ز کال، لسم مارچ

پښتون ژغورنه غورځنګ وايي، پاکستاني پوليسو يې په بېلا بېلا تورونو يوشمېر غړي نيولي دي. د غورځنګ مشر د سېپټېمبر پر ۱۲مه له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال وويل چې دا وخت د پاکستان په بېلا بېلو سيمو کې د دوی د تحريک يو شمېر غړي نيول شوي او زنداني شوي دي.

د منظور پښتين په خبره د غورځنګ پر نيول شوو کسانو یې ان د قتل، انټرنېټي جرايمو او د رياست خلاف نارې وهلو تورونه پورې شوي دي.

''د غورځنګ له پيله راهيسې په دا يو،يونيم کال کې به څه باندې ۷۰۰ داسې ملګري وي چې نيول شوي او بيا را خلاص شوي وي، خو موجوده وخت کې ۲۱ کسان په جېلونو کې دي او د دوی خلاف ټول اېف ای ار (لومړي معلوماتي راپورونه) بې بنياده او دروغجن دي.''

پښتين زياتوي چې دا لړۍ اوس هم روانه ده او مقصد يې د حق لپاره د دوی غږ خاموشه کول دی.

ثنا اعجاز
ثنا اعجاز

د زیارت/پنجشنبې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ يوه مخکښه ثنا اعجاز چې دا وخت يې له هېواده پر وتلو بنديز لګول شوی، مشال راډيو ته وويل چې رياستي ادارې د دوی ملګري له بېلا بېلو لارو ځوروي.

''اي سي اېل، اېف ای ار، ګرفتاريانې، ځورول، تنګول، او کورنيو ته هم دړکې ورکول، نو دا ټول قسمونه دي چې د پاکستان رياست لګيا دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملګري ځوروي.''

د قامي اسمبلۍ غړي محسن داواړ او علي وزیر
د قامي اسمبلۍ غړي محسن داواړ او علي وزیر

د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړيو د نيولو په اړه مې د سېپټېمبر پر ۱۲مه په بېلا بېلو وختونو کې د خېبر پښتونخوا د حکومت وياند شوکت يوسفزي او د وزيراعلا وياند اجمل وزير ته څو ځلې ټليفون وکړ خو هغوی ځواب رانکړ. وروسته مې د مردان ضلعې له پوليسو مشر سجاد خان سره خبره وشوه خو هغه يواځې دومره وويل چې کوم کسان دوی نيولي دي، د هغوی پرضد له څو مياشتو راهيسې اېف ای ار درج شوی و خو دمګړی معلومات نه لري چې په اېف ای ار کې څه دي.

پر دې سربېره مې د بلوچستان په چمن ښارګوټي کې د قلعه عبدالله پوليسو ضلعي مشر شوکت مومند ته څو ځلې ټليفون ونکړ خو هغه ځواب رانکړ. که څه هم له دې وړاندې د پاکستان حکومت او پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې پر حق ګڼلي خو ويلي يې دي چې د دوی ژبه سخته ده او د رياستي ادارو پر ضد شعارونه ورکوي.

په پاکستان کې د سياسي او قانوني چارو پوه نور عالم خان وايي چې حکومت بايد د پښتون ژغورنې غورځنګ د غوښتنو د حل لپاره يو ځانګړی کميسيون جوړ کړي او د خبرو اترو له لارې د ستونزې حال راوباسي.

په میرامشاه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه ستره ولسي غونډه. ۲۰۱۹، ۱۴م اپرېل
په میرامشاه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه ستره ولسي غونډه. ۲۰۱۹، ۱۴م اپرېل

''حکومت ته پکار ده چې هغوی (غورځنګيان) قامي بهير ته راولي. په قامي اسمبلۍ کې د هغوی استازي شته، هغه دې راخوشي کړل شي، او له هغوی سره دې کېني چې دا ګيلې، مانې او محرومۍ ختمې کړل شي. د دې حل دا نه دی چې د زور لاره وکارول شي.''

پښتون ژغورنه غورځنګ له رياسته غوښتنې لري چې ورک کړل شوي کسان دې عدالت ته وړاندې کړل شي، په کراچۍ کې د وژل شوي وزیرستاني ځوان نقیب الله مسود په مقدمه کې تورن پولیس افسر راو انوار ته دې سزا ورکړل شي، په قبایلو کې دې پر امنیتي پوستو د خلکو ځورول بند کړل شي، سيمه دې له ماينونو پاکه کړل شي او د بدامنۍ او پوځي کاروایانو پر مهال د اوښتو زیانونو په اړه دې د حقایقو معلومولو لپاره یو کميسيون جوړ کړل شي. بلخوا حکومت وايي په دغو غوښتنو کې يې د ځېنو په پوره کولو لاس پورې کړی دی.

XS
SM
MD
LG