د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیس مو پر کور بیا بیا چاپې وهي: د ګلالۍ پلار


ګلالۍ اسماعیل
ګلالۍ اسماعیل

د سېشنبې پر ورځ په واشنګټن کې د امريکا سولې مطالعاتو مرکز (يو اېس ای پي) کې د پاکستان له وزيراعظم عمران خان څخه پوښتنه وشوه چې د نيويارک ټايمز ورځپاڼې له مخې ګلالۍ اسماعيل او د هغې کورنۍ ځورول کيږي. د دې په ځواب کې عمران خان هم دومره وويل بايد چې نيويارک ټايمز پر دې حکومتي دريځ هم راخیستی وی.

بلخوا د مدني فعالې ګلالۍ اسماعيل پلار هم وايي چې لور يي دا وخت له ډېرو مشکلاتو سره مخ ده. پروفسر اسماعيل د چارشنبې پر ورځ مشال رېډيو ته وويل له خپلې لور سره يې ټولې رابطې شلېدلې دي او د هغې د هستوګنځي په اړه هېڅ مالومات نه لري.

اسماعيل وايي بیا بیا يې پوليسان او د استخباراتي ادارو چارواکي تنګوي: ''هره ورځ زموږ په کور چاپې وهل کېږي. پنځوس، شپېته کسان زموږ په کور کې لکه د فټبال هر خوا ته ګرځي. د کور مخې ته مو ۲۴ ساعته پوليس ولاړ وي او چې چېرته ځو نو راپسې وي او اوس زما او زما د ښځې خلاف ابتدايي تحقيقاتي رپوټ درج شوی او په موږ تورونه دي چې موږ له هندوستانه پيسې اخلو او ترهګرو ته مرستې ورکوو. حکومت نشته او ټولې فیصلې پوځ او استخباراتي ادارې کوي.''

پروفیسر اسماعيل زياته کړهچې هېڅوک يې مرستې ته نه ورځي او د بشري حقونو ادارې هم پر دې غلې دي.

په پاکستان کې د ښځو حقونو لپاره د مبارزه کونکې عورت فاونډېشن خېبرپښتونخوا څانګې مشره شبينه بي بي هم وايي په ګلالۍ اسماعيل داسې تورونه لګيدلي چې هېڅوک يې په حق کې نشي راوتلی. نوموړې له نور وضاحت ورکولو ډډه وکړه خو يوازې دومره يي ويل چې هرڅوک وېرېږي: ''موږ له خپلو ملګرو سره پر دې خبرې کړې چې د ګلالۍ اسماعيل او د هغې کورنۍ سره چې څه روان دي نو پر دې اړه بايد څه وکړو خو دلته نن سبا داسې حالت دی چې که چاته وايي چې راځئ کوڅو ته ووځو د مظاهرو لپاره نو هرکس وېرېږي چې موږ سره به څه چل کېږي.''

ګلالۍ اسماعيل ته د سختدريځۍ ضد جايزه ورکړل شوه

بلخوا د خېبر پښتونخوا د ښځو حالت په اړه د کمېشن مشرې رفعت سردار دا تورونه رد کړل چې ګنې د ګلالۍ اساعيل يا د هغې له کورنۍ سره زور زياتې روان دی. نوموړې مشال رېډيو ته وويل چې ګلالۍ اسماعيل د رياستي ادارو ضد بيانونه ورکوي: ''زموږ ايين موږ ته د اظهار د ازادۍ حق راکوي خو داسې نه چې تاسو د رياستي ادارې بدنامې کړئ. او دغو اداروته رد بد ووايي د ځان د مشهورتيا لپاره نو داسې خو نشي کېدای.''

د يادونې ده چې د ګلالۍ اسماعیل خلاف تر هغې وروسته پلټنې پیل شوې او د پوليسو لخوا يي د نيولو هڅې روانې شوېچې کله نوموړې د مې په مياشت کې په اسلام اباد کې د مومندو د لس کلنې ماشومې فرشتې مومند د وژنې خلاف په یوه مظاهره کې خبرې وکړې.

پر هغې د پاکستان د ترهګرۍ ضد قانون لاندې د ریاستي ادارو خلاف د خبرو کولو او ځینې نور تورونه لګول شوي دي. ګلالۍ اسماعیل د جينکو پوهاوي يا اوېر ګرلز په نوم یوه غیر سرکاري اداره چلوي او يوشمېر نړيوالې جايزې يي هم ګتلې دي.

XS
SM
MD
LG