د لاسرسي ځای

تازه خبر

هانګ کانګ:د پولیسو د بندیز باوجود خلکو لاریون وکړ


د سېپټمبر پر ۱۵مه، په هانګ کانګ کې، زرګونو احتجاج کونکیو د پولیسو حصار مات کړ او د ښار په مرکز کې یې لاریون وکړ.

پولیسو د پیاده لاریون په اړه د مدني ټولنې درخواست رد کړی وو خو د هغې باوجود احتجاج کونکو لاریون وکړ.

احتجاج کونکي د نړیوال ملاتړ زیاتولو لپاره د برتانیې کونسلګرۍ بهر هم درېدلې وو، د هغه هېواد بېرغونه يې اوچت کړي وو او د ملکې د ژوند لپاره يې دوعاګانې غوښتلې.

په هانګ کانګ کې دا احتجاجونه په جون کې له هغه وروسته پیل شول چې حکومت د دې سیمې د خلکو مقدمي چین ته د سپارلو په اړه بېل وړاندی کړ.

حکومت وروسته دا قانون ختم کړ خو احتجاج کونکیو خپلې غوښتنې زیاتې کړې او اوس د انتخاباتو او د پولیسو د احتساب غوښتنې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG