د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان او پښتونخوا په لیک لوست کې پر شا


د خیبر پښتونخوا دوه ماشومان د زده کړې په حال کې
د خیبر پښتونخوا دوه ماشومان د زده کړې په حال کې

نړیواله څیړنیزه اداره پروجیکټ سېنډيکېټ وايي چې په پاکستان کې په تېره یوه لسیزه کې د لیک لوست شرحې ډېر لږ پرمختګ کړی دی.

دا راز د حکومت د ۲۰۱۸م کال اقتصادي رپورټ کې ویل شوي چې د لیک لوست شرح بیا د پنجاب او سند په نسبت په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې لا نوره کمه یعنې خوا اوشا ۵۵ فیصده ده.

د خېبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ د واکمن تحریک انصاف غړی او د تعلیم لپاره د کمېټۍ مشر تاج محمد په دې هکله مشال رېډیو ته وویل چې تعلیم او په خاصه توګه د جینکو تعلیم یې د حکومت په لومړنیو ترجیحاتو کې شامل دی: ''موږ په تېر حکومت کې هم او په موجوده حکومت کې هم د تعلیم لپاره زیات بجټ مختص کوو چې ډېرې ښې نتیجې یې راغلي دي. بیا په دغه بجټ کې ۷۰ فیصده موږ د جینکو په تعلیم لګوو ځکه چې په تېرو وختونو کې دې ته سمه پاملرنه نه ده شوې.''

د پروجیکټ سېنډيکېټ د رپورټ ترمخه په تېره لسیزه کې په پاکستان کې د لیک لوست شرح د ۵۷ نه تر ۶۰ فیصده په منځ کې پاتې ده، چې پکې د جینکو لا نوره کمه یعنې ۴۵ فیصده ده. یاده اداره د دې وجوهات په ژمنتیا، منصوبه بندۍ او وسایلو کې کمی ښيي.

خو د بلوچستان حکومت د تعلیم سلاکار محمد خان لهړي مشال رېډیو ته وویل چې د تعلیم د پرمختګ لپاره یې له مخکېنیو حکومتونو زیات بجټ مختص کړی دی، دی وايي:

''د وزیراعلا په مشرۍ مونږ په هغو سیمو کې ۱۵۶ سکولونه جوړوو چې پکې له وړاندې سکولونه نه وو. په سلګونو نور سکولونو ته له پرایمرۍ نه مډل او له مډل نه هايي ته ترقۍ ورکولو منصوبې روانې دي. د تعلیم د پرمختګ لپاره خوا اوشا ۵۰ اربه روپۍ بجټ مختص شوی او په دې به په سکولونو کې بنیادي سهولتونه برابرول کېږي. نو د دې اقداماتو په نتیجه کې د لیک لوست شرح تر ډیره حده ښه شوې او موږ تمه لرو چې په راتلونکیو کلونو کې به په بلوچستان کې د تعلیم د پرمختګ په وړاندې مشکلات ډېر کم شي.''

بلخوا د تعلیمي چارو پوه او فعال عمر اورکزی وايي که په سکولونو کې په مورنۍ ژبه زدهکړې پیل شي نو ورسره د لیک لوست شرح ډېره ښه کیدلی شي:

''زیاتره ماشومان چې سکولونو ته ځي نو زدکړې یې په مورنۍ ژبه کې نه وي او دوی نه پوهیږي چې څه زده کوي. له دې وجې د سکول نه پاتې شي. دا هم یوه لویه مسله ده. بیا واکمن او تګلارې جوړوونکي منصوبې جوړوي خو هغه په سمه توګه نه عملي کیږي. د دې لپاره بجټ ډیر مهم دی او پکار ده چې پکې ولسي خلک هم شامل کړل شي. نو موږ اکثره د دې د کمي لوجې په منصوبو عملي کولو کې پاتې راځو.''

د خېبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې د تعلیم لپاره د کمېټۍ مشر تاج محمد زیاتوي چې په دې صوبه کې شاملو شویو قبایلي ضلعو کې د لیک لوست شرح لا نوره کمه ده خو د ودې لپاره یې حکومت ځانګړي ګامونه په پام کې نیولي دي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG