د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر کشمیر ناڅاپه جګړه کېدلای شي: قرېشي


شاه محمود قرېشي
(تصویر له ارشیفه)
شاه محمود قرېشي (تصویر له ارشیفه)

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ويلي چې د کشمير پر سر پاکستان او هند د ناڅاپي جګړې خوا ته تلای شي. شاه محمود قرېشي د تيرې سېشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د ده په وينا د هند لخوا د کشمير لاقانونه قبضې دغه خطرناک ګام ته لاره هوارولای شي.

قرېشی د سېپټېمبر پر ۱۰مه په امريکا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډې ته د وينا پر مهال هند تورن کړ چې کشمير يې د نړۍ پر سر په تر ټولو لوی زندان بدل کړی دی. نوموړي تور پورې کړ چې د هند تر انتظام لاندې کشمير کې ځېنې کشميريان شکنجه شوي او جنسي تېری پر شوی دی.

نوموړي پر دې مهال زياته کړه چې پر کشمير د هند د ولکې له کبله د دواړو اټومي قوتونو ترمنځ د ناڅاپي جګړې خطر رامنځ ته شوی دی.

د پاکستان او هند تر منځ ترينګلتيا تر هغه وروسته زياته شوه چې کله هند د اګست پر پنځمه د جمو او کشمیر ځانګړی اییني حيثیت ختم کړ. پاکستان وايي هندوستان په داسې کولو د نړیوال قانون سرغړونه کړې خو هند دا خبره ردوي او وايي چې دا يې کورنۍ معامله ده.

د هند حکومت تر دې وروسته هلته مواصلاتي رابطې پرې کړې او ګرځبنديز يې ولګاوه چې ځېنې وخت يې په جزوي توګه لرې کوي. پاکستان ويلي چې هند بايد د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سپارښتنو ته درناوی وکړي او پر جمو او کشمير لګېدلی ګرځبنديز لرې کړي.

د بشري حقونو شورا په غونډه کې د هند استازې ويجې ټاکر سينګ چې د دې هېواد د بهرنيو چارو مرستيال وزيره ده خپل توند غبرګون وښود او د پاکستان د نوم اخيستلو پرته يې وويل چې نړۍ نړۍ ښه پوهېږي چې دا له ځانه جوړه شوې بيانيه د يو داسې هېواد لخوا راځي چې د نړيوالې ترهګرۍ مرکز بلل کېږي او هلته د ترهګرو مشران په کلونو ساتل شوي دي. نوموړې پاکستان ته په اشارې وويل چې دا هېواد د پولو اخوا ته ترهګري د ډيپلوماسۍ د متبادل په توګه کاروي.

کشمير د هند او پاکستان تر منځ وېشل شوې سيمه ده چې داوړه د خپل حق دعوه پر کوي. د دې سيمې د کنټرول لپاره داوړو هېوادونو دوه جنګونه هم کړې دي.

XS
SM
MD
LG