د لاسرسي ځای

تازه خبر

مودي: نوی بدلون به کشمیر له ترهګرۍ خلاص کړي


هندي سرتېري په سرینګر کې ګزمه کوي

نوی دلی او اسلام اباد - هندي وزیراعظم نرېندرا مودي ویلي، د کشمیر ځانګړی اییني حیثیت ختمول به په سیمه کې د ترهګرۍ مخه ونیسي.

نوموړي د اګست پر اتمه ولس ته په وینا کې ډاډ ورکړ چې د هند تر واک لاندې کشمیر کې به حالات په ورو، ورو سم شي او د خلکو ستونزې به ختمې شي:

"زه نن د جمو او کشمیر ملګرو ته باور ورکوم چې په ورو، ورو به حالات سم شي او د هغوی پرېشانۍ به هم ختمې شي. ملګرو، اختر هم راروان دی، نو زما له خوا دې تاسې ټولو ته مبارک وي."

ده وویل، حکومت به یې په کشمیر کې د بېلتونپالنې مخنیوي اقدامات وکړي: "له دې نوي بدلون سره سم به موږ ټول، یوځای، جمو او کشمیر له ترهګرۍ او بېلتونپالنې خلاص کړو."

مودي پر پاکستان تور پورې کړ چې د کشمیر پخوانی حیثیت یې د هند پر ضد د وسلې په توګه کاراوه.

اسلام اباد د هند تر واکمنۍ لاندې د کشمیر ځانګړي اییني حیثیت ختمولو غندنه کړې او دا یې د نړیوال قانون سرغړونه بللې.

مودي د هند تر واک لاندې کشمیر کې له ۱۹۸۹ز کال راهیسې د وسله والو فعالیتونو یادونه وکړه او ویې ویل چې په تېرو درو لسیزو کې په سیمه کې شاوخوا "۴۲،۰۰۰ بېګناه کسان وژل شوي دي."

د اګست پر پېنځمه هندي حکومت د کشمیر په اړه د اساسي قانون ۳۷۰مه ماده لغوه کړه. هغې دفعې کشمیر ته د دفاعي، بهرنیو او مالي چارو او مواصلاتو پرته په نورو ټولو چارو کې د خپلواکۍ حق ورکړی وو او کشمیر خپل ایین او حکومت لاره.

له نوي بدلون سره سم، د هند اساسي قانون په کشمیر کې عملي شوی دی.

هندي وزیراعظم نرېندرا مودي په خپله وینا کې نېټه و نه ښوده خو ژمنه یې وکړه چې ژر به په کشمیر کې پاک او راڼه انتخابات وکړي: "موږ غواړو چې په راتلونکې کې د جمو او کشمیر د اسمبلۍ انتخابات وشي، نوی حکومت وي، نوي کسان او ځوانان د اسمبلۍ غړي شي او وزیران شي. زه په پوره خلوص د جمو او کشمیر خلکو ته ډاډ ورکوم چې ژر به په یوه پاک او روڼ ماحول کې د خپلو استازو منتخبولو موقع ولري."

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، د هندیو اقداماتو ضد به خپلو هڅو ته دوام ورکوي: "پاکستان [د هند] دریځ ردوي. د کشمیر [مسله] یوه نړیواله، منل شوې لانجه ده چې د ملګرو ملتونو د اجنډې برخه ده."

په عین وخت کې د بهرنیو چارو وزارت د اګست پر اوومه له هند سره د ډېپلوماټیکو اړیکو محدودولو اعلان وکړ او د سوداګرۍ او اورګاډي خدمات یې وځنډول.

د بهرنیو چارو وزارت د اګست اتمې پر ماښام په یوه جلا بیان کې وویل چې قریشي د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي تګلارې له مشرې فېدرېکا موګېرېني سره په ټېلېفوني خبرو کې د کشمیر پر حالاتو غږېدلی دی.

بیان وايي، قریشي، موګېرېني ته په کشمیر کې د لسګونه زره هندیو سرتېرو ځای پر ځای کولو، د رابطو نظام تړلو او د خلکو پر تګ راتګ د محدودیتونو په یادولو د کشمیر د اییني حیثیت بدلولو د جدي پایلو په اړه معلومات ورکړل.

بیان د موګېرېني له خولې زیاتوي چې اروپايي ټولنه د سیمې حالاتو اندېښمنه کړې او ټینګار یې وکړ چې هند او پاکستان دې د خبرو له لارې مسلې هوارې کړي.

نوی دلی وايي، د کشمیر په اړه اقدامات یې کورنۍ موضوع ده چې پکې هېچا ته د مداخلې اجازه نه ورکوي.

تبصرې وګورئ

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG