د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د کشمیر او افغانستان وروستی کړکېچ به سوداګري نوره ټکڼۍ کړي'


AFGHANISTAN -- Trucks are parked at Pakistan-Afghanistan border Torkham, October 19, 2018
AFGHANISTAN -- Trucks are parked at Pakistan-Afghanistan border Torkham, October 19, 2018

په داسې حال کې چې له تېرې اګست مياشت راهيسې د پاکستان او هند ترمنځ د کشمير پر سر ترينګلتيا نوره هم سېوا شوې او امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روانې سيپټمبر مياشت پر اوومه له طالبانو سره د سولې خبرې بېخي ختمې کړې، د سيمې د اقتصادي وضيعت لا خرابېدو په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.

د سيمې کاروباريان وايي، د افغانستان او کشمير مسالو د سيمې تجارت او اقتصاد زښته ډېر اغېزمن کړی.

پاکستان وايي، هند د کشميري مسلمانانو حقونه تر پښو لاندې کړي خو هند بيا وايي، کشمير يې داخلي مساله ده او هېچا ته پکې د څه ويلو اجازه نه ورکوي.

دې موضوع نه يوازې د دواړو اټومي وسلې لرونکو هېوادونو ترمنځ د جنګ کېدلو په اړه اندېښنې پيدا کړي بلکې ترمنځ يې تجارت هم تر بل هر وخت زيات اغېزمن شوی.

بلخوا د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سېپټېمبر پر اوومه په دې ويلو چې طالبان په افغانستان کې له حملو لاس نه اخلي، له هغوی سره د سولې خبرې په بشپړه توګه ختمې کړې دي.

دې مسالې هم د سيمې د امن او اقتصاد د ښه والي په اړه د عامو خلکو، په تېره د کاروباريانو هيلې ټکڼۍ کړې.

افغان تجارت پوه خان جان الکوزی وايي، له هغه راهيسې چې د پاکستان او هند ترمنځ د کشمير موضوع ګرمه شوې او امريکا هم د سولې له خبرو په شا شوې، د سيمې تجاران اندېښمن دي چې کاروبارونه به يې په ټپه ودرېږي.

((يو طرف ته د کشمير پر مساله د پاکستان او هند ترينګلتياوې او جنګ ته د نیږدې کېدو حالت يې وزېږاوه او بلې خوا ته له طالبانو سره خبرې ودرېدې او د جنګ شعار ورکړل شو. دې خبرو نهيلۍ پيدا کړې. تر دې مخکې هم حالت د تسلۍ وړ نه وو خو موږ سولې او د مسالو حل ته هيله من وو. اوس چې د سولې خبرې مجهولې او له سوال سره مخامخ شوي، تشويش شته چې د اقتصاد وضع نوره هم خرابه شي.))

الکوزي زياته کړه، که څه هم د پاکستان حکومت په وروستيو څو مياشتو کې د واګه پر بندر او همداراز د تورخم پر دروازه د افغان تجارانو د مالونو د لېږد رالېږد لپاره اسانتياوې پيدا کړې، خو وېره شته چې د سيمې نوی ترينګلی حالت دغه پرمختګ له منځه يوسي.

د پاکستان حکومت، د دې لپاره چې د افغانستان او پاکستان تجارت وده ومومي، د سيپټمبر پر دريمه د تورخم دروازه په ازمويښتي ډول د ۲۴ ساعتونو لپاره خلاصه کړه.

په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو پوه اکرام هوتي وايي، د پاکستان، افغانستان او هند تجارت د کال لږ تر لږه ۴۰ اربه ډالره ته رسېدای شي، خو هله چې په افغانستان کې سوله راشي او اسلام اباد او دلی د کشمير مسالې ته يو حل ولټوي.

''اوسمهال په منطقه کې د نهه اربه ډالره په اندازه تجارت کېږي. موږ ويلای شو چې د تجارت حجم دومره ټيټې کچې تر راوړل يو جرم دی. د پاکستان، افغانستان او هند ترمنځ لږ تر لږه د ۳۰ اربو ډالرو تجارت پکار دی. که پاکستان خپله ليکه هند ته ورکړي چې له افغانستان سره پرې تجارت وکړی، نو د دواړو هېوادونو سوداګري ۲۰ اربه ډالره ته رسېدای شي. د پاکستان بيا له هند او هم افغانستان سره د تجارت کچه ۲۰ اربه ډالره ته لوړېدای شي. خو د دې لپاره ضروري ده چې په افغانستان کې سوله راشي، د کشمير مساله حل شي او پر پاکستان د ترهګرو د ملاتړ تورونه و نه لګي.''

د هوتي په خبره، پاکستان پرته له دې چې خپلو سوداګرو ته له هنده د درملو او واکسينو واردولو اجازه ورکړي، له هغه هېواد سره ټولې تجارتي اړيکې پرې کړې دي.

نوموړی زياتوي، د پاکستان او افغانستان تجارت هم دا مهال له يو اربه ډالره کم شوی دی.

XS
SM
MD
LG