د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

د پاکستان او هند ترینګلتیا کمه شوې ده: ولسمشر ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

د امريکا ولسمشر ويلي د پاکستان او هند تر منځ ترينګلتيا کمه شوې ده. ډونلډ ټرمپ پرون په سپينه ماڼۍ کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل چې د کشمير پر سر د پاکستان او هند تر منځ ترينګلتيا موجود ده خو د نوموړي په خبره د تيرو دوو اوونيو په پرتله په دې لږ کموالی راغلی دی.

ټرمپ پر دې مهال وويل چې که هند او پاکستان وغواړي نو دی ورسره مرستې کولو ته چمتو دی. نوموړي زياته کړه چې دی له دواړو هېوادونو سره ښې اړيکې لري او داوړه هېوادونه د ده په وړانديز خبر دي.

ټرمپ پر دې مهال د ((مداخلت يا منځګړيتوب)) ټکی ونه کاراوه او يوازې يې د ((مرستې)) وړانديز وکړ خو نوموړي تر دې وړاندې د هند او پاکستان تر منځ د کړکېچ کمولو لپاره د منځګړتوب وړانديز کړی و. هند دا وړانديز مخکې رد کړی و او ويلي يې وه چې دا د هند او پاکستان تر منځ دوه اړخيزه موضوع ده.

هند د اګست پر پنځمه د جمو او کشمیر ځانګړی اییني حيثیت ختم کړ. پاکستان وايي هندوستان په داسې کولو د نړیوال قانون سرغړونه کړې خو هند دا خبره ردوي او وايي چې دا يې کورنۍ معامله ده.

د نننۍ ورځې ټول خبرونه وګورئ

میدان وردګو کې د طالبانو نومولی والي ووژل شو

د افغان ځواکونو عملیات.

افغان چارواکي وايي، په میدان وردګو ولایت کې د هوايي بريد پر مهال د طالبانو والي او په ګډون يې ۱۲ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د میدان وردګو لایت مقام څخه مشال راډيو ته په استول شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ولایت لپاره د طالبانو والي او ګډون يې ۱۲ ملګروته دغه مرګ ژوبله د یو هوايي، برید پر مهال اوښتي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دغه برید د اپرېل پر اتمه د میدان وردګو ولایت سیداباد ولسوالۍ پټان خېلو کلي کې د وسله والو مخالفینو پر یوه قرارګاه شوی چې په پایله کې يې د وسله والو طالبانو تش په نامه والي ملا ولي جان مشهور په حمزه او ورسره څلور کسان يې وژل شوي دي او اته ټپيان دي.

په یاد خبر پاڼه کې راغلي دي چې په دغه بريد کې د وسله والو مخالفینو د یوه پټنځای سربېره د دوی یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ایران د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره د اربونو ډالرو پور غوښي

د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني په خپل هېواد کې د کورونا وايرس د مخنيوي لپاره د پیسو له نړیوال صندوقه د اربونو ډالرو پورغوښتی دی.

روحاني د اپرېل پر اتمه د خپلې کابینې په غونډه کې وویل چې د ایران پر وړاندې باید توپيري چلن ونه شي.

د ایران مرکزي بانک تېره میاشت د پیسو له نړیوال صندوقه پنځه اربه ډالر پور غوښتی و.

ایران په منځني ختيځ کې يو له هغو هېوادونو دی چې تر ټولو زیات وګړي يې په کورونا وايرس اخته شوي او مړه شوي دي.

د ایران د روغتیا وزارت پرون ناوخته وویل چې تر ۶۴ زره زیات وګړي يې په دې وايرس اخته دي او تر ۳۹۰۰ زیات ورڅخه مړه شوي هم دي.

په پکتیا کې د کورونا وایرس څلور مثبتې پيښې ثبت شوې

پکتیا کې د کورونا وایرس له کبله دوکانونه تړل شوي

د پکتیا چارواکي وايي، چې په یاد ولایت کې د کورونا وایرس ۴ نوې مثبتې پيښې ثبت شوې.

د اپرېل پر نهمه د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت رسنیو ته په لیږل شوي غږیز پیغام کې ویلي، چې په دې سره پکتیا کې کورونا وایرس د مثبتو واقعاتو شمېر ۹ ته ورسېد.

ده وویل، نوي ثبت شوي ناروغان د پخوانیو پنځو تنو څخه د یوه ناروغ د کورنۍ غړي دي.

عبدالله حسرت زیاته کړه، د مخکنیو پنځو ناروغانو روغتیايي حالت مخ په ښه کېدو دی او نېږدې ورځو کې به له روغتونه رخصت شي.

مخکې د پکتیا په ګاونډ پکتیکا کې هم یوه مثبته پېښه ثبت شوې، خو تر اوسه خوست ولایت بیا د کرونا وایرس مثبت واقعات نه لري.

په یمن کې د سعوي عرب په مشرۍ ایتلاف اوربند اعلان کړ

په یمن کې یو شمېر حوثي جنګیالي

په يمن کې د ايران ملاتړ لرونکيو حوثي ياغيانو پر ضد د سعوي په مشرۍ جنګېدونکي ايتلاف د اوربند اعلان کړی دی.

د دې ايتلاف وياند کرنل ترکي المالکي د اپرېل پر اتمه په خپل بيان کې ويلي دا اوربند چې د اپرېل نهمې پر غرمه به پيلېږي، د دوو اونيو لپاره به وي او وروسته هم غځېدای شي. نوموړي د دې اوربند لامل د کورونا وبا خپرېدل ښودلي دي.

ملګري ملتونه له اوږدې مودې راهيسې هڅه کوي چې دغه پنځه کلنې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېريش په مارچ مياشت کې په نړۍ کې د روانو ټولو شخړو په ځانګړې ډول د يمن جګړې درولو غږ کړی و.

نوموړي د دې غوښتنې لامل د کورونا وبا خپرېدل ياد کړي و.

که څه هم ګوتېريش او د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مارټين ګريفيتس د سعودي په مشرۍ ايتلاف لخوا د اعلان کړي اوربند هرکلی کړی خو دا لا نه ده معلومه چې حوثيان به هم ورته اقدام وکړي که نه.

پاکستان کې د اپرېل تر نهمې د کورونا وړجنو شمېر ۴۳۳۹

په پاکستان کې د اپريل تر نهمې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۴۳۳۹ ته رسېدلی دی. بلخوا په دې هېواد کې د دې وايرس له امله ۶۳ کسان مړه او ۵۷۲ روغ شوي دي.

د پاکستان د روغتيا چارواکو په وينا، په پنجاب صوبه کې په ۲،۱۸۸، په سيند کې ۱۰۳۶، په خيبر پښتونخوا کې ۵۶۰، په بلوچستان کې ۲۱۳، په اسلام اباد کې ۱۰۲ ، په ګلګت بلتستان کې ۲۱۳ او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې په ۲۸ کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی. تر دې دمه په نړۍ کې تر ۱۵ لکه زيات کسان په دې وايرس اخته شوي چې ۸۸۴۹۵ ورڅخه مړه شوي او څه باندې ۳۳۰۰۰۰ روغ شوي دي.

د کورونا وبا له کبله تړل شوی ایراني پارلېمان بیا پرانېستل شو

د ایران پارلېمان

ايرانی پارلېمان چې د کورونا وبا له کبله تړل شوی وو د اپرېل پر اوومه يې په ړومبي ځل له هغه وروسته غونډه رابلل شوې وه چې په دې هېواد کې اووه ورځې پرله پسې د کورونا ناروغان کم رپورټ شوي دي.

د پارلېمان په ۲۹۰ غړو کې ۶۰ فيصده په غوڼډه کې ګډون وکړ خو د پارلېمان سپيکر او پخوانی سياستوال علي لاريجاني چې تېره اونۍ په کې د کورونا وايرس پخلی شوی وو، په غوڼډه کې ګډون ونکړ.

د ايران لږ تر لږه ۳۱ د پارلېمان غړي په کورونا وايرس اخته شوي وو.

په ايران کې کورونا وايرس ۳۸۷۲ کسان مړه کړي او ۵۸۹۶۲ زره يې متاثره کړي دي.

افغان ولسمشر د ایران خارجه وزیر سره د کورونا ضد مبارزې په اړه غږېدلي

افغان ولسمشر اشرف غني

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د ایران بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره د کورونا وایرس پروړاندې د مبارزې په لارو چارو ټيلیفوني خبرې کړې دي.

ارګ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی د اپرېل پر اتمه له کورونا وایرس سره د مبارزې، سیمه‌ییزو او دوه اړخیزو همکاریو او ایران څخه د افغان مهاجرینو د بیرته ستنېدو پر څرنګوالي مفصلې خبرې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ظریف په حواله ویل شوي چې هېواد یې هغو افغان کډوالو ته چې په ایران کې مېشت دي او په کورونا وایرس اخته شوي، په وړیا ډول روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.

په افغانستان کې لومړی سر د ځینو هغو کسانو د کورونا وایرس معاینه مثبته راوتلې وه چې له ایران راستانه شوي وو.

ګڼو افغان کډوالو دا شکایتونه هم کړي چې په ایران کې ورسره ناوړه چلند کېږي او له روغتیايي خدماتو بې‌ برخې دي.

په افغانستان کې په کورونا وایرس ۴۲۳ کسان اخته شوي او تازه د مړو شمېر ۱۴ ته رسېدلی دی.

ننګرهار کې لسګونه نوي باغونه جوړ شوي

ارشیف

د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د بڼوالو د اقتصادي پراختیا په هدف په لسګونه جریبه ځمکه کې نوي باغونه جوړ شول.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، دغه تجارتي باغونه د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې په ۹۶۲ جریبه ځمکه کې جوړ شوي دي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي د اپرېل پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې په دې کې د شفتالو، مالټو او املوکو باغونه شامل دي.

نوموړي وویل چې دغه باغونه د ننګرهار په اچین، چپرهار، کوټ، رودات، خوږیاڼي او شېرزاد ولسوالیو کې جوړ شوي دي.

تر دې وړاندې هم په ننګرهار کې د دغه ونو باغونو ښه حاصلات ورکړي وو.

په سوات کې پولیس افسران له دندو ګوښه شوي

انځور له ارشیفه

د خيبرپښتونخوا حکومت په سوات کې ځينې پولیس افسران له چوکيو ليرې کړي دي.

د صوبې پوليسو د اپرېل پر اوومه په بيان کې تور لګولی چې په مټه سيمه کې په دې وروستيو کې ځینې ځايي سياستوالان په نښه کړل شوي چې دغه افسران يې د قاتلانو په نيولو کې ناکامه شوي دي.

په ګوښه کړل شويو کې د مټه سرکل ډي اېس پي شوکت خان، د خوازه خيلې ډي اېس پي حبيب الله، د کبل ډي اېس پي محمد اکبر شنواری او د تحقيقاتو څانګې اېس پي بخت زاده دي.

د دې ترڅنګ څلور تاڼه داران ګل شېر، بخت الله، رحيم خان او عليم خان هم ګوښه کړل شوي دي.

په مټه کې په تېرو دوو اونيو کې دوه کسان وژل شوي چې ذمه واري يې وسله والو طالبانو منلې وه.

اروپايي ټولنه د اقتصادي ژغورنې پر پلان خبرې کوي

انځور له ارشیفه

د اروپايي ټولنې د مالیې وزیرانو به د اپرېل پر اتمه د اروپايي هېوادونو د اقتصادي ژغورنې پر پلان د اختلافاتو هوارولو په اړه خبرې کوي.

د دغو هېوادونو اقتصاد د کورونا وبا سخت ځپلی دی.

د اروپايي اتحادیې مشر ویندوی لویس ریګو پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، «د کوویډ۱۹ په وړاندې د اروپايي اتحادیې ستره اقتصادي پالیسي پرمخ ښه روانه ده خو لا مکمله شوې نه ده.»

د مالیې وزیرانو د اپرېل پر اوومه د ویډیو کانفرانس له لارې خبرې پیل کړې وې.

د پاکستان په پنجاب صوبه کې ۲۶ تنه نور کورونا وهلي

انځور له ارشیفه

د پاکستان پنجاب صوبه کې۲۶ نور کسان په کورونا وايرس اخته شوي چې ورسره په دې هېواد کې د وړجنو شمېر څلور زره ۷۲ ته رسېدلي دي.

د نوو ناروغانو تصديق اپریل پر اوومه د پنجاب روغتيا څانګې وکړ.

له دې سره په پنجاب کې د کورونا وهلو شمېر۲۰۳۰ ته رسېدلی دی.

په خيبر پښتونخوا کې ۵۰۰، بلوچستان کې ۲۰۶ او سيند کې ۹۸۶ کسان ناروغه دي.

د پاکستان حکومتي ويبپاڼه چې د کورونا وايرس په اړه تازه مالومات خپروي وايي، له وايرسه ۵۴ کسان مړه شوي دي خو ۴۲۹ جوړ شوي هم دي.

د بلوچستان ځوان ډاکټرانو هړتال ختم کړی 

کوټه کې ډاکټران وهل شوي او نيول شوي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:55 0:00

دا اعلان د ډاکټرانو سازمان مشر ډاکټر یاسر اڅکزي د اپرېل پر اوومه نېټه ناوخته له صوبايي وزير زمرک اڅکزي سره په کوټه کې تر مذاکراتو وروسته د خبرې غونډې پر مهال وکړ.

پوليسو د اپريل پرشپږمه نېټه شاوخوا ۵۴ م ډاکټران هغه مهال ونيول چې کله هغړی د خپلو غوښتنو په حق کې د وزيراعلی د کور مخې ته مظاهره کوله.

خو دوی د اپرېل پر اوومه پرېښودل شول. ډاکټرانو غوښتنه کوله چې د کورونا وايرس د ناروغانو د علاج پر وخت دې دوی ته د ځان خوندي کولو لپاره سامانونه ورکړل شي.

په خبرې غونډه کې زمرک اڅکزي وويل، د هغو پوليسو پرضد به کاروايي کېږي چې پر ډاکټرانو يې تشدد کړی او نيولي يې دي.

هغه زياته کړه، حکومت د ډاکټرانو ټولې غوښتنې منلې دي.

د اپرېل پر اوومه د پاکستان پوځپه بيان کې ويلي، کوټې ته يې د ډاکټرانو لپاره حفاظتي سامانونه لېږلي دي.

ایران دې د اټومي تړون د شرايطو درناوی وکړي: مکرون

د فرانسې ولسمشر ایمونل مېکخوا

د فرانس ولسمشر ایمانيول مکرون په ايران غږ کړی، په داسې حال کې چې نړۍ په کورونا وبا اخته ده، د اټومي شرايطو درناوی وکړي.

د اپرېل پر پشږمه په ټېلېفوني خبرو کې مېکخوا خپل ايراني سيال حسن روحاني ته وويل، بايد نړيواله ټولنه د کورونا وايرس د خپريدو پرضد مبارزې لپاره يو موټی شي.

حکومتي بيان وايي، د فرانس ولسشمر هيله ښودلې چې ايران به د ګډ کوټلي عملي پلان ضد له نوو فعاليتونو ډډه وکړي او د سيمه ييز فشار په راکمولو کې به خپله ونډه ورکړي.

بلخوا د روحاني دفتر ویلي دي چې د ايران ولسمشر د کورونا وبا پرضد په نړيواله کچه د ګډې مبارزې کولو غږ کړی او د مرستې غوښتنه یې کړې.

د اپرېل پر شپږمه تر دې مخکې د صحت نړيوالې ادارې ډبليو ايچ او په امريکا غږ وکړ چې په ايران اقتصادي بنديزونه نرم کړي.

امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ايران سره د بشري مرستو وړانديز کړی وو خو ايراينو چارواکو دغه وړانديز رد کړ.

کورونا وایرس: د بريتانيا وزیر اعظم روغتیايي حالت خراب شوی

د بریتانیا وزير اعظم بورېس جانسن

بريتانوي وزير اعظم بورېس جانسن چې په کورونا ناروغۍ اخته دی، روغتيايي حالت يې لا نور خراب شوی.

د وزير اعظم دفتر د اپرېل پر شپږمه په يو بيان کې ویلي دي چې پرون تر غرمې وروسته د بورېس جانسن صحت لا نور خراب شو نو د ده طبي ډلې په مشوره يې نوموړی د روغتون په انتهايي نګهداشت څانګه کې داخل کړ.

نوموړی یې د اپرېل پر پنځمه د لندن په سېنټ تامس روغتون کې داخل کړی وو.

د جان هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې کورونا وايرس تر نننه پورې په نړۍ کې څه باندې ۷۴۰۰۰ کسان مړه کړي چې شاو خوا ۵۰ زره يې په اروپا کې دي.

په ياد وايرس څه باندې ۱۳ لکه ۴۶ زره کسان اخته شوي دي. خو له دې وايرسه د خلکو د مړه کېدو او متاثره کېدو رفتار ورو شوی.

په افغانستان کې د کورونا وړجنو شمېر ۴۲۳ ته وخوت

کابل کې د کورونا ۵۶ نورې مثبتې ښېښې ثبت شوي

د افغانستان عامې روغتیا چارواکو د اپرېل پر اوومه نېټه په کابل کې رسنیو ته ویلي چې په تېرو۲۴ساعتونو کې د کورونا ۵۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار وایي چې په هرات کې ۲۷ په کابل کې ۱۲ـ په کندهار کې ۱۰ په بلخ کې پنځه او په ننګرهار کې دوه تازه پېښې تثبیت شوي دي.

د مایار په خبره له دې تازه پېښو سره په افغانستان کې د کورونا وهلو شمېر ۴۲۳ تنو ته ورسېده.

کورونا وایرس: خوست ته له درېو ولایتونو پر ورتګ بندیز

خوست ښارګوټی

د خوست والي حلیم فدايي پر اتوار/یکشنبه رسنیو ته وویل، دا ګام یې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره اخېستی او د اوس لپاره به تر درېو اونیو پورې د خوست او نورو ولایتونو ترمنځ لارې تړلې وې.

له دې بندېزه د پوځ او پولیسو سرتېري، د خوراکي موادو او درملو لېږدونکي ګاډي وتلي دي.

حلیم فدايي له خلکو وغوښتل، چې د ځانونو او کورنیو د روغتیا ساتنې لپاره دې خوست او له خوسته بهر سیمو ته له تګ راتګ ډډه وکړي.

تر اوسه په خوست کې د کورونا وایرس هېڅ مثبته پېښه نه ده لیدل شوې.

پاکستان ۲۰ زره تبلیغیان قرنطین کړي

تبلیغیان د لاهور په رایونډ کې

پاکستاني چارواکي وايي هغه ۲۰ زره کسان‌ یې قرنطین کړي چې د مارچ له ۱۰مې تر ۱۲مې د تبلیغیانو اجتماع کې یې برخه اخیستې وه.

چارواکي وايي په لسګونه زره نورو هغو کسانو پسې ګرځي چې د کرونا ویروس له ګواښ سره سره په لاهور کې دې تبلیغي اجتماع ته ورغلي ول.

د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر سلاکار او ویاند اجمل وزیر ویلي چې یو شمېر معاینه شویو تبلیغیانو کې د کرونا ویروس موجود دی.

اجمل وزیر ویلي اووه زره تبلیغیان په لاهور، اته زره په سند او پاتې ۵۳۰۰ نور تبلیغیان په خېبر پښتونخوا کې قرنطین شوي.

په لاهور کې د تبلیغي اجتماع جوړوونکو ویلي چې څه باندې یو لک کسان دې غونډې ته ورغلي ول.

چارواکو ویلي غواړي د دې غونډې ګډونوال معاینه او قرنطین کړي.

افغانستان کې ۳۰ تنه نور کورونا وهلي

افغانستان کې ټولې مثبتې پېښې ۳۶۷ ته ورسېدې.

په افغانستان کې د کورونا وایرس ۳۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار رسنیو ته په استولي پيغام کې ویلي چې وروستۍ مثبتې پېښې په هرات، کابل، نیمروز، کندز، فاریاب او دایکنډي کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس د نویو پېښو په ثبتېدو سره په دې هېواد کې د کورونا ټولې مثبتې پېښې ۳۶۷ ته ورسېدې.

نیویارک کې پړانګ پر کورونا وایرس اخته شوی

دا تر دې مهاله په امریکا کې لومړی ځل دي چې یو ځناور په کورونا اخته کېږي.

د نیویارک په یو ژوبڼ یا چړیا ګر کې په یو پړانګ کې د کورونا وایرس موندل شوی دی.

دا تر دې مهاله په امریکا کې لومړی ځل دي چې یو ځناور په کورونا اخته کېږي. د ژوبڼ چارواکي وايي، داسې ښکاري چې پړانګ ته به د عملې د یو کس لخوا دا وایرس لېږدېدلی وي.

په ژوبڼ کې دا مهال شپږ نور پړانګان او زمریان هم ناروغه شوي، خو د وینې د معاینې نتیجې یې لا نه دي مخې ته راغلي.

چارواکي وايي، په ځناورو کې هم د کورونا نخښې هماسې د انسانانو په شان دي، وچ ټوخی کوي، ساه یې لنډه لنډه کېږي او خوراک نه کوي.

په نیویارک کې له سلو زرو زیات انسانان کورونا ځپلي دي. په ټوله امریکا کې بیا دا شمېره درې لکه ۳۷ زره نه د پاسه ده.

په جنوبي‌ وزیرستان کې ماین چاودنې څلور ماشومان ټپي‌ کړي‌

جنوبي وزیرستان

په جنوبي وزيرستان کې د اپرېل پر پنځمه په مځکه کې ښخ کړل شوي بم چاودنې ۴ ماشومان ژوبل کړي دي.

د سيمي انتظامي مشر حميد الله جان خټک، مشال راډيو ته وويل چې دا پيښه په شکئ کې شوې.

نوموړي‌ زياته کړه چې ماشومان سرسری زخميان شوي او کورونو ته ستانه شوي دي.

د يادونې وړ ده چې په جنوبي وزيرستان کې په ماين چادونو کې تر اوسه ۱۲۵ کسان مړه يا معذوره شوي دي. په دي کې زیاتره ماشومان دي.

په سيمه کې ځاي اوسيدونکې له ډيرې مودې راهيسي له حکومته غوښتنه کوي چې د ځمکې لاندي بمونو شنډولو لپاره اقدامات وکړي.

روس او سعودي‌ د تېلو بيو په مسله کې ځان خرابوي: ټرمپ

ولسمشر ډونلډ ټرمپ

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي د تېلو د بيو پر سر په روانه کشاله کې سعودي عرب او روس خپل ځانونه خرابوي.

ولسمشر ټرمپ د اپرېل په څلورمه په وايټ هاوس کې خبريالانو ت وويل چې که ضرورت وو نو د امريکې د تېلو انډسټري ژغورلو لپاره د سعودي او روس پر تېلو اضافي ټيکس لګولی شي.

د کورونا وایرس خورېدو له وجې په نړۍ کې تېل ارزانه شوي. روس او سعودي عرب تېره مياشت د تېلو پېداور کمولو لپاره سره نه وو سلا شوي او پلان شوې وه چې د تېلو توليدونکي هېوادونه د اپرېل په شپږمه د تېلو قیمتونو او پېداوار کمولو په اړه سره خبرې وکړي خو دغو هېوادونو وويل چې دوی دا ملاقات نه کوي.

تر دې مخکې ټرمپ ويلي وو چې سعودي عرب او روس سره یو داسې جوړ جاړي ته ورسېد چې له مخې يې دغه دوه هېوادونه د تېلو توليد کمولو ته تیار شول.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې د سعودي وليعهد او روس ولسمشر سره یې د اپرېل په دويمه په ټيليفون خبرې وکړي او هغوی دې ته تيار شول چې د تېلو پېداوار د ورځې په حساب له لس ميلیونو څخه پنځلسو ميليونو بيرلو پورې کم کړي.

حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر وګمارل شو

حنیف اتمر

افغان ولسمشر اشرف غني، حنیف اتمر د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست په توګه نومولی دی.

د ولسمشر دفتر د اپرېل پر څلورمه په بیان کې وویل، حنیف اتمر به د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر په توګه دنده ترسره کوي.

اتمر تر دې مخکې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار وو خو بیا یې استعفا ورکړه او تېر کال یې د حق او عدالت ګوند د مشر په توګه د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ځان نوماند کړ خو بیا ورڅخه په شا شو.

په افغانستان کې د وزارتونو سرپرستان د ولسي جرګې تایید ته اړتیا لري چې د وزیرانو په توګه کار وکړای شي.

د افغان ولسمشر یو ساتونکی وژل شوی دی

قیام مقصودي

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، وسله والو د ولسمشر د ساتونکو د ډلې یو غړی وژلی دی.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق ارین د اپرېل پر څلورمه وویل چې بېګا ناوخته په پغمان ولسوالۍ کې په شوې حمله کې د ولسمشر د ساتونکو ډلې بل غړی ټپي شوی دی.

ارین وویل، پر قیام مقصودي او د هغه پر بل همکار امېد د برید پلټنې کوي.

د کابل امنیه قومندانۍ سرپرست محمد نبي بیان د اپرېل پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې مقصودي او امېد دواړه په شخصي سفر پغمان ته تللي ول چې وسله والو ورباندې ډزې وکړې.

د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

سوات کې وسله والو د عوامي نېشنل ګوند یو غړی وژلی

پولیس وايي، په سوات کې وسله والو د عوامي نېشنل ګوند یو غړی ویشتلی دی.

د مټې د پولیسو مشر شوکت خان بېګا مشال راډیو ته وویل، د امن کمېټۍ غړی عبدالولي خان د اپرېل پر درېیمه مازیګر په خرېړۍ سیمه کې د سړک پر غاړه وسله والو په نښه کړ.

د ده په خبره، دا ترهګر برید وو چې مقدمه یې دایره کړې او د وسله والو لټون روان دی.

عبدالولي خان په پوځ کې هم پاتې شوی وو او د وژنې ذمه واري یې چا نه ده منلې.

د خیبر پښتونخوا حکومت چترال ته پر تګ راتګ بندیز لګولی

د چترال یو عکس

د خیبر پښتونخوا د ملاکنډ ډېوېژن کمېشنر وايي، د چترال له دوو ضلعو پرته په ټوله سیمه کې د کورونا وایرس مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

ریاض خان مسعود د اپرېل پر درېیمه د سوات په سیدو شریف کې خبریالانو ته وویل چې د ملاکنډ ډېوېژن له نهو ضلعو څخه یوازې کوز او بر چترال ضلعې له وایرسه محفوظه پاتې دي.

ده وویل، همدا لامل دی چې له چتراله یې د خلکو پر وتلو او ورتګ بندیز لګولی.

مسعود زیاته کړه چې که څوک هرو مرو هلته ورتګ غواړي نو لومړی به ۱۴ ورځې ګوښه کېږي او بیا به د ورتګ اجازه ورکوي.

د ملاکنډ کمېشنر زیاته کړه چې په چترال کې د خوړو او د ولس د نورو اړتیاو پوره کولو لپاره یې کوټلي اقدامات کړي.

د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون له وینا سره سم، د اپرېل تر څلورمې نېټې پورې په پاکستان کې د کورونا وایرس ټولې ۲،۷۰۸ پېښې ثبت شوې دي چې ورڅخه یې ۴۰ کسان مړه شوي او ۱۳۰ رغېدلي دي

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG