د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتنوخوا: د ماشومانو لپاره د عدالتونو کمی ستونزې جوړوي


پراګ ـ د خیبرپښتونخوا حکومت په ټولو ضلعو کې د ماشومانو لپاره د ځانګړو عدالتونو جوړولو په اړه درخواست رد کړی دی او ویلي یې دي چې یوازې په مردان او ایبټ اباد کې به ډیر زر دا ډول عدالتونه خلاصوي.

په خیبر پښتونخوا کې د بشري حقونو مبارزان وايي، په وفاقي او صوبايي قوانینو کې د ماشومانو د مقدمو د اورېدو لپاره د ځانګړو عدالتونو جوړولو خبره موجوده ده خو د هغې باوجود په ټوله صوبه کې یوازې په پېښور کې دا ډول عدالت کار کوي.

د ماشومانو د حقونو مبارز ارشد محمود د سېپټمبر پر اوومه مشال رېډيو ته وویل چې له وخت تېرېدو سره په خیبر پښتونخوا کې له ماشومانو سره د جنسي تیریو، د هغوی د تښتونو په څیر بېلا بېلې پېښې رپورټ کېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"په خیبر پښتونخوا کې د ماشومانو د خوندیتوب قانون ۲۰۱۰م کې د هغوی لپاره د ځانګړو عدالتونو خبره شوې ده او دغسې په وفاقي کچه د ماشومانو نظام انصاف قانون هم د هغوی لپاره د جدا عدالت خبره کوي. په خیبر پښتونخوا کې ۳۵۰ نه واخله تر ۴۰۰ پوري ماشومان قید دي."

د روان کال په مارچ کې د پېښور های کورټ چیف جسټس په هغه ښار کې د ماشومانو د مقدمو اورېدو لپاره د لومړني ځانګړي عدالت پرانېسته وکړه.

د خیبر پښتونخوا چارواکو هغه مهال ویلي ول چې دا ډول عدالتونه به د صوبې په نورو ضلعو کې هم جوړوي. خو د ماشومانو د حقونو یو بل مبارز عمران ټکر وايي، د سېپټمبر پر شپږمه پېښور های کورټ په یوه بیان کې ویلي چې صوبايي حکومت په نور ضلعو کې د ماشومانو لپاره د ځانګړي عدالت په اړه درخواست رد کړی دی.

هغه زیاتوي:

"د خیبرپښتونخوا د ماشومانو خوندیتوب کمېشن وايي، په تېرو اتو کلونو کې ورسره په ۱۲ ضلعو کې د ماشومانو سره د تشدد ۳۰ زره بېلا بېلې پېښې شوي دي. په دې پېښو کې له ماشومانو سره جنسي تیری، د هغوی تښتونې او د کم عمر ودونه هم شامل دي. کیسونه زیات رپورټ کېږي او په ۳۶ ضلعو کې د ماشومانو لپاره یو ځانګړی عدالت موجود دی."

د خېبرپښتونخوا د قانون له وزیر سره مو په دې اړه د رابطې لپاره څو وارې هڅه وکړه خو خبرې مو ونه شوې، البته د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د صوبې حکومتي کمېشن مشر اعجاز محمد خان د سېپټمبر پر اوومه مشال رېډيو ته وویل، صوبايي حکومت ډیر زر په مردان او ایبټ اباد کې د ماشومانو لپاره ځانګړي عدالتونه خلاصوي.

نوموړي زیاته کړه، صوبايي حکومت له ماشومانو سره د تړولو جرمونو د شمېرو پر بنیاد په بېلا بېلو ضلعو کې د ځانګړو عدالتونو جوړولو پرېکړه کوي.

د ماشومانو د حقونو لپاره کارکونکې اداره سپارک په یو راپور کې وايي، یوازې د پېښور په جیل کې ۱۶۰ ماشومان بندي دي.

د سپارک په خبره، په جیلونو کې بندي ماشومان نه یوازې له جنسي تېریو په څیر د تشدد سره مخامخ دي بلکې د تعلیم په برخه کې یې قیمتي وخت هم خرابېږي نو باید مقدمې یې زر تر زره سرته ورسول شي.

XS
SM
MD
LG