د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان هندي ولسمشر ته هوايي لاره نه ورکوي


د پاکستان او هند له تاوتريخوالي وروسته د ايران هوايي لاره (ارشيف)
د پاکستان او هند له تاوتريخوالي وروسته د ايران هوايي لاره (ارشيف)

پاکستان د هند د ولسمشر رام نات کویند له خوا د دغه هیواد د هوايي حدونو د کارولو خواست رد کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د سېپټمبر پر اوومه د میډیا سره په خبرو کې وویل چې د هند ولسمشر ایس لینډ ته د سفر لپاره د پاکستان د هوايي حدونو د کارولو خواست کړی وو خو پاکستان يي اجازه نه ده ورکړې.

د پاکستان سرکاري ټیلي ویژن د یو راپور تر مخه نوموړي ویلي، د هند تر واک لاندې کشمیر کې د روانو حالاتو په تناظر کې دوی هندي ولسمشر ته دا اجازه نه شوه ورکولی.

د هند ولسمشر د سېپټمبر پر نهمه، د ایس لینډ، سویټرز لینډ او سلووینیا په سفر روانېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG