د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره په خبرو بوخت دی


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

په قطر کې د طالبانو مرکچي پلاوي تېره شپه ( سېپټمبر شپږمه) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر او د قطر د بهرنیو چارو وزیر سره کتلي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې طالب استازو د ملا برادر په مشرۍ له دغو امریکايي او قطري چارواکو سره د شپې تر دوه نیمو بجو خبرې کړي.

ښاغلي شاهین ویلي چې خبرې ښې وې او د افغانستان د سولې د خبرو په تړاو پکې پرمختګ شوی، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

امریکايي چارواکو تراوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

ښاغلی خلیلزاد چې له طالبانو سره د شوې هوکړې د جزیاتو د شریکولو لپاره د تېرې یکشنبې په ورځ ناوخته کابل ته تللی وو، له ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره تر کتنو او خبرو وروسته د زیارت پر ورځ (سېپټمبر پنځمه) بېرته قطر ته لاړ.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی داسې مهال بیا له طالب استازو سره ګوري چې د افغانستان حکومت د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ د شوي تړون پر پایلو اندېښنه وښوده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG