د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیلزاد له طالبانو سره خبرو لپاره دوحې ته ستون شوی


خلیلزاد په کابل کې ولسمشر غني ته د موافقې مسوده ښوولې

کابل - د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سېپټېمبر پر پېنځمه له طالبانو سره د نورو خبرو په موخه د قطر پلازمېنې دوحې ته ستون شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د سېپټېمبر پېنځمې مازیګر مهال د نوم نه ښودو په شرط د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې "خلیلزاد دوحې ته ستون شوی چې خبرو ته دوام ورکړي."

اسوشيېټېډ پریس هم د امریکا او طالبانو مذاکراتو ته د نېږدې چارواکو په حواله دا خبره کړې. خلیلزاد د سېپټېمبر پر دویمه مشال راډیو ته ویلي ول چې په قطر کې له طالبانو سره د خبرو پر مهال "په اصولو کې" موافقې ته رسېدلی دی.

نوموړی د افغانستان د ۱۸ کلنې جګړې د ختمولو په موخه په دوحې کې له طالب استازو سره د خبرو نهم پړاو ترسره کولو وروسته د سېپټېمبر پر لومړۍکابل ته ورغی او هلته یې ولسمشر اشرف غني ته د موافقې یوه مسوده وښوده.

خلیلزاد پر داسې مهال قطر ته ستون شوی چې د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې د ناامنیو پېښې زیاتې شوې دي.

د سېپټېمبر پر پېنځمه د کابل په شش درک سیمه کې په موټر بمي برید کې ۱۰ کسان ووژل او ۴۲ ژوبل شول.

طالبانو د حملې ذمه واري منلې.

تر دې مخکې د سېپټېمبر پر دویمه هم شپې مهال په کابل کې موټر بم برید وشو چې پکې ۱۴ کسان ووژل او ۱۱۹ ژوبل شول.

همداراز، وسله والو طالبانو د سېپټېمبر پر لومړۍ د بغلان پر پلخمري او تر دې یوه ورځ مخکې یې پر کندوز ښار ډله ییز بریدونه وکړل.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین د سېپټېمبر پر لومړۍ پر ټوېټر لیکلي ول چې پر افغانستان "د اشغال د خاتمې" او د "مسلې سوله ییز حل په درشل" کې دي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اګست پر ۳۰مه ویلي ول چې له طالبانو سره یې مذاکرات ښه روان دي.

تر دې یوه ورځ مخکې نوموړي ویلي ول چې پر موافقې سربېره به په افغانستان کې پوځي او استخباراتي حضور ولري.

دا مهال شاوخوا ۲۰،۰۰۰ بهرني سرتېري، چې زیاتره یې امریکایان دي، د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغان پوځیان روزي او مشورې ورکوي.

XS
SM
MD
LG