د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: د طالبانو موټر بم برید ۱۰ تنه افغانان وژلي، ګڼ ژوبل


کابل: د طالبانو چاودنې ۱۰ تنه افغانان وژلي ګڼ ژوبل
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:46 0:00

کابل: د طالبانو چاودنې ۱۰ تنه افغانان وژلي ګڼ ژوبل

کابل - افغان چارواکي وايي، د سېپټېمبر پر پېنځمه په پلازمېنه کابل کې یو موټر بم برید شوی دی چې پکې ۱۰ کسان ولسي افغانان وژل شوي او تر ۴۰ زیات ژوبل دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، چاودنه سهار شاوخوا ۱۰ بجې د کابل ښار په نهمه امنیتي حوزه کې شوې.

د ده په خبره، دا یو موټر بم برید وو چې د لومړیو مکروریانو پر عمومي سړک عبدالحق څلورلارې ته نېږدې شوې.

دی وايي، د برید هدف یوه امنیتي پوسته وه چې ورسره نېږدې سفارتخانې، د ناټو دفترونه او نورې حکومتي ادارې هم دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب عمومي مشر ډاکتر محب‌الله ځیر وايي، په وژل شویو او ژوبلو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

وسله‌ والو طالبانو د حملې ذمه واري منلې ده.

په کابل کې د اګست په میاشت کې یوشمېر لوی بریدونه شوي چې پکې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د سېپټېمبر دویمې شپې مهال هم په ښار کې برید وشو چې پکې ۱۴ کسان ووژل او ۱۱۹ ژوبل شول.

XS
SM
MD
LG