د لاسرسي ځای

تازه خبر

''امریکا دې له افغانستانه په بیړه سرتېري نه باسي''


امریکا به په ۱۳۵ ورځو کې افغانستان کې له پنځو پوځي اډو ۵۰۰۰ امریکایي سرتېري وباسي.
امریکا به په ۱۳۵ ورځو کې افغانستان کې له پنځو پوځي اډو ۵۰۰۰ امریکایي سرتېري وباسي.

نهو پخوانيو امریکايي سفیرانو خبرداری ورکړی دی که امریکا د افغان حکومت او طالباتو ترمنځ تر یوه "ریښتوني"جوړجاړي مخکې له افغانستانه خپل سرتېري واېستل نو دا هېواد به یوې "بشپړې کورنۍ جګړې" ته ولوېږي.

دوی د امریکا له حکومت څخه غوښتي چې له افغانستانه د سرتېرو په اېستلو کې بېړه ونه‌کړي.

په دغو ډیپلوماتانو کې پنځه تنه په کابل کې د امریکا سفیران پاتې شوي، یوه یې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کړې او یو یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال دی.

دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې امریکایي پلاوی او طالب استازي د قطر په مذاکراتو کې یوه توافق ته رسېدلي.

د زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ په قطر کې د سولې د مذاکراتو یو پړاو
د زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ په قطر کې د سولې د مذاکراتو یو پړاو

دغو پخوانیو امریکايي چارواکو د سې شنبې په ورځ په یوه ګډې اعلامیه کې چې د اتلانتیک شورا په نوم څېړنیز مرکز خپور کړی ویلي، له افغانستانه "په زیات شمېر د سرتېرو اېستل باید له نهايي سولې سره مشروط وي او باید د سولې په یو رښتینې هوکړې پسې وي نه تر هغې مخکې."

په اعلامیه کې راغلي چې د امریکايي سرتېرو په شمېر کې لومړنی کمی باید دومره زیات یا دومره چټک نه‌وي چې طالبان باور وکړي پوځي بریا ترلاسه کولای شي.

د بیان کې زیاته شوې، په زیات شمېر د امریکايي سرتېرو حضور د سولې د بریالیو مذاکراتو چانس ډېروي. د دوی په وینا، "دا روښانه نه‌ده چې سوله امکان لري که نه. طالبانو د هغو شرطونو په اړه څرګندې خبرې نه‌دي کړي چې خپلو نورو هېوادوالو سره پرې یوه سوله‌ییز جوړجاړي ته رسېدلی شي. بله دا چې طالبان له نورو سیاسي ځواکونو سره د کار کولو کومه ماضي هم نه‌لري."

دغه پخواني ډیپلوماتان یوه ورځ وروسته له هغه دا خبرداری ورکوي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي، له طالبانو سره د امریکايي سرتېرو د وتلو په ګډون په اصولو کې پر څلورو مواردو یوې هوکړې ته رسېدلي.

هغه د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل؛

  • لومړی، د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو څخه باید د ترهګرو او افراطي ډلو له‌خوا امریکا او متحدینو ته‌يې خطر پېښ نه‌شي او که د بین‌الافغاني خبرو په پایله کې طالبان د حکومت برخه وګرځي، نو دا سیاست باید د ټول هېواد په کچه تعقیب شي؛
  • دوهم، شرایطو ته په پام د امریکايي سرتېرو کمېدل او بالاخره وتل؛
  • درېیم، د بین‌الافغاني خبرو پیل او؛
  • څلورم، بشپړ او دایمي اوربند دی؛

په دې مسئلو په پرنیسپ کې توافق شوی دی.

خو لوېدیځو رسنیو د هغه له قوله ویلي، که د امریکا او طالبانو ترمنځ دا توافق نهایي شي، امریکا به په ۱۳۵ ورځو کې افغانستان کې له پنځو پوځي اډو ۵۰۰۰ امریکایي سرتېري وباسي.

دا مهال په افغانستان کې شااوخوا ۲۰ زره بهرني سرتېري د ناټو "د قاطع ملاتړ مأموریت" په چوکاټ کې دنده ترسره کوي چې ډېری یې امریکایان دي.

ښاغلي خلیل‌زاد ازادي راډیو ته ویلي چې طالبانو سره د شوي توافق په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ په ګډون یو شمېر لوړپوړي امریکايي چارواکي وروستۍ پرېکړه کوي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد په قطر کې له طالب استازو سره د لیدنې پر مهال
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد په قطر کې له طالب استازو سره د لیدنې پر مهال

ښاغلی خلیلزاد د دې اوونۍ په پيل کې کابل ته لاړ ترڅو له طالبانو سره د کړي توافق جزئیات، د ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په ګډون یو شمېر امنیتي چارواکو سره شریک کړي.

پرون هم له دغو حکومتي مشرانو سره د ښاغلي خلیل‌زاد خبرو دوام درلود او هڅه‌یې دا ده چې د توافق د مسودې په اړه د هغوی تأیید ترلاسه کړي.

دغو نهو پخوانيو امریکايي سفیرانو او لوړپوړو چارواکو د امریکا د هر هغه اقدام پر ضد خبرداری ورکړی چې په‌کې د افغانستان حکومت له پامه وغورځول شي.

د افغانستان حکومت تر دې دمه د دغو امریکايي ډیپلوماتانو د څرګندونو په اړه تبصره نه‌ده کړې، خو وړاندې یې ویلي چې شرایطو ته په کتو، لا هم په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور ته اړتیا شته.

د ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي څو ورځې وړاندې ازادي راډیو ته وویل، له تېر یوه کال راهیسې چې طالبان او امریکایان سره په مذاکراتو بوخت و، په افغانستان کې امنیتي وضعیت بدل نه‌شو، د طالبانو تاوتریخوالی او بریدونه دوام لري او همدې وضیعت ته په پام د بهرنیو ځواکونو حضور مهم دی.

ښاغلی صدیقي زیاتوي: "د بهرنیو ځواکونو موجودیت د افغانستان د دوامداره ثبات او تلپاتې سولې لپاره یوه مهمه مسئله ده. موږ اړتیا لرو چې په شریکه د شته ګواښونو پر ضد مبارزه وکړو."

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال

طالبانو تل د افغانستان له دولت سره مخامخ خبرې رد کړي او له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل هغه شرط دی چې طالبانو پرې تل ټینګار کړی او ویلي یې دي که داسې ونه‌شي، نو بین‌الافغاني خبرو ته نه‌کېني.

امریکايي ډیپلوماتانو ویلي، "طالبانو ته د دې لار ورکول چې د افغانستان له حکومت سره خبرې رد کړي، دې ډلې ته دا واک ورکوي چې دوی وټاکي له چا سره خبرې وکړي."

د دوی په خبره، د افغانستان خلک "د دې مستحق دي چې خپل حکومت او دا چې څوک‌یې د سولې په خبرو کې استازولي وکړي وټاکي."

په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ له مذاکراتو سره هم‌مهاله د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان یو شمېر ولایتونه د خونړیو بریدونو شاهدان وو.

له یوې خونړۍ حملې وروسته ګرین ویلج
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:47 0:00

طالبانو د تېرې شنبې په ورځ هڅه وکړه کندز ښار ونیسي او د ګاونډي ولایت بغلان پر مرکز پلخمري یې هم بریدونه وکړل، خو امنیتي ځواکونو طالبان په شا وتمبول.

کابل ته د ښاغلي خلیل‌زاد له سفر سره هم‌مهاله د دوشنبي په ماخوستن طالبانو د کابل ښار د نهمې حوزې په مربوطاتو کې موټربم برید وکړ چې د چارواکو په وینا ۱۶ ولسي وګړي یې ووژل او ۱۱۹ نور یې ټپيان کړل.

XS
SM
MD
LG