د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیلزاد وايي له طالبانو سره "په اصولو کې" موافقې ته رسېدلی


خلیلزاد په کابل کې له ولسمشر غني سره د لیدو پر مهال
خلیلزاد په کابل کې له ولسمشر غني سره د لیدو پر مهال

کابل - د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي په قطر کې له طالبانو سره د نهم پړاو په خبرو کې "په اصولو کې" پر څلورو موضوعاتو موافقې ته رسېدلې دی.

نوموړي د سېپټېمبر پر دویمه له کابله مشال راډیو سره په ځانګړې ټېلېفوني مرکه کې وویل، لومړۍ موضوع د ترهګرۍ ده، چې هغه سیمې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي، باید د امریکا او ګټو ضد و نه کارول شي او که طالبان د "بین الافغاني مذاکراتو" په نتیجه کې "په راتلونکې کې د افغانستان د حکومت برخه جوړېږي نو داسې سیاستونه باید تعقیب کړي" چې د هېواد خاوره "د امریکا او ملګرو ضد و نه کارول شي."

دویمه یې، په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر کمېدل او بالاخره وتل، درېیمه یې له افغان حکومت سره د خبرو او څلورمه موضوع بشپړ اوربند دی.

خلیلزاد دا څرګندونې پر داسې مهال کړې چې افغان حکومت وویل، نوموړي حکومتي مشرانو ته له طالبانو سره د موافقې یوه مسوده ښوولې ده.

خلیلزاد د سېپټېمبر پر لومړۍ له طالبانو سره د افغانستان د ۱۸ کلنې جګړې ختمولو په موخه د نهم پړاو خبرو تر پای وروسته کابل ته ولاړ.

د افغان ولسمشر یوه مشاور وحید عمر د سېپټېمبر پر دویمه پر ټوېټر په یوه بیان کې ویلي چې خلیلزاد له ولسمشر اشرف غني سره ولیدل او ورته یې د شاوخوا دوو لسیزو د شخړې پای ته د رسولو په موخه مسوده وښوده.

پر ټوېټر د وحید عمر بیان

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وروسته خبریالانو ته وویل چې افغان حکومت مسوده "لولي" او جزییات یې "ارزوي."

تر دې مخکې نوموړي اسوشيېټېډ پرېس اژانس ته ویلي ول چې د سېپټېمبر د لومړۍ شپې مهال خلیلزاد غني ته په قطر کې له طالبانو سره د نهم پړاو د خبرو، چې د موافقې له نهايي کېدو پرته پای ته ورسېدې، په اړه تفصیل ورکړ.

خلیلزاد په خپلو خبرو کې هغه رپورټونه رد کړل چې له طالبانو سره په خبرو کې د افغانستان په بیرغ کې د سپین رنګ په ورزیاتولو سلا شوی:

"د بیرغ په اړه موږ څه نه دي ویلي ځکه چې له موږ پورې اړه نه لري او ان [دا موضوع] هېڅ یاده شوې نه ده."

ده وویل، طالبانو ورڅخه غوښتنه وکړه چې د "افغانستان اسلامي امارت" په نوم دې یې یاد کړي.

د خلیلزاد په خبره، طالبانو ته یې ویلي چې هغوی "یوه ډله بولي" او د یوه "حکومت په توګه یې په رسمیت نه پېژني."

د ده په خبره، پر کومه ورځ چې له طالبانو سره موافقه لاسلیکوي، پر هم هغه ورځ به له افغان حکومت سره هم "ګډه اعلامیه" لاسلیکوي چې پکې به لیکي چې "د افغانستان حکومت د یوه مشروع حکومت په توګه په رسمیت پېژني، او نه یوازې [امریکا] بلکې نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه هم د افغانستان حکومت په رسمیت پېژني."

خلیلزاد زیاته کړه چې د افغانستان د شخړې داسې هواری غواړي چې نه یوازې هغه هېواد خپلو ګاونډیانو ته ګواښ پېښ نه کړي، بلکې "ګاونډیان یې هم و نه ګواښي."

خلیلزاد چې په دوحې کې وو نو د اګست ۳۱مې شپې مهال او بیا د سېپټېمبر پر لومړۍ وسله والو طالبانو پر کندوز ښار او د بغلان ولایت پر پل خمري ډله ییز بریدونه وکړل.

د پلخمري په حمله کې لږ تر لږه شپږ کسان ووژل شول.

خلیلزاد د اګست پر ۳۱مه پر ټوېټر په بیان کې وویل چې له طالبانو سره یې په خبرو کې "د کندوز برید موضوع یاده کړه او ورته یې وویل چې تاوتریخوالی باید پای ته ورسي."

د خلیلزاد ټویټ

طالبانو په وروستیو کې په افغانستان کې بریدونه زیات کړي چې له امریکايي استازي سره په مذاکراتو کې خپل دریځ پیاوړی کړای شي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین د سېپټېمبر پر لومړۍ پر ټوېټر ولیکل چې پر افغانستان "د اشغال د خاتمې" او د "مسلې سوله ییز حل په درشل" کې دي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اګست پر ۳۰مه ویلي ول چې له طالبانو سره یې مذاکرات ښه روان دي خو لا موافقې ته نه دي رسېدلې.

تر دې یوه ورځ مخکې نوموړي ویلي ول چې پر موافقې سربېره به په افغانستان کې پوځي او استخباراتي حضور ولري.

دا مهال شاوخوا ۲۰،۰۰۰ بهرني سرتېري، چې زیاتره یې امریکایان دي، د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغان پوځیان روزي او مشورې ورکوي.

XS
SM
MD
LG