د لاسرسي ځای

تازه خبر

له کندوز وروسته پر پلخمري هم طالبانو برید کړی


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

افغانستان ـ افغان چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه( د سېپټمبر لومړۍ) د پلخمري ښار پر دوو سیمو حمله کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی نصرت رحیمي د سېپټمبر په اوله نېټه مشال راډیو ته وویل، امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې حمله کوونکي له منځه یوسي.

ده وړاندې وویل:

"د تېرې شپې په شاوخوا یوه بجه دښمن چې د پلخمري ښار په دوو برخو کې پټ شوی وو، حمله وکړه، دا بریدونه د کندز د حملو په شان نه دي، یوازې په دوو ساحو کې حمله کوونکي ځای پر ځای شوي او پر امنیتي ځواکونو او خلکو ډزې کوي."

د کورنیو چارو وزارت ویندوی همداراز وویل، امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې سیمه زر تر زره تصفیه کړي.

طالبانو د دې خبر د خپرېدو تر شېبې د پلخمري د حملو په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې ۲۴ ساعته مخکې طالبانو له څو خواوو پر کندز ښار حملې وکړې.

دا بریدونه په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د سولې موافقه د نهايي کېدو په درشل کې ده.

پرون د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه ټوېټ کې ولیکل چې د طالبانو استازو ته یې د کندز د جګړې یادونه وکړه او ورته ویې ویل چې دا ډول بریدونه باید نور بس شي.

XS
SM
MD
LG