د لاسرسي ځای

تازه خبر

فرانس،جرمني او بريتانيه د ایران د اټومي تړون په اړه غونډه کوي


د ايران په اړه غونډه (ارشيف)
د ايران په اړه غونډه (ارشيف)

د فرانس،جرمني او بريتانیې د بهرنیو چارو وزیران د ایران د اټومي تړون په اړه غونډه کوي چې هدف یې پر ایران پر فشارونو سربېره د دغه تړون ژغورل دي.

ټاکل شوې چې درې واړه وزیران نن د فنلېنډ په مرکز هيلسینکي کې وګوري. د فارس په خلیج کې د سمندري جهازونو د خوندیتوب موضوع هم د غونډې په اېجنډا کې شامله ده.

تېر کال (۲۰۱۸) امریکا د ایران له نړیوال اټومي تړونه وتلې خو د بريتانیې، فرانس او جرمني په ګډون روسیه او چین لاهم په تړون کې شامل دي. په عین حال کې دایران لخوا په هورمز تنګي کې د لوېدیځوالو د ټانکرونو تر نیولو وروسته کړکېچ زیات شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG