د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن د نړۍ د ۷ سترو صنعتي هېوادو سرمشریزه پیلېږي


ټاکل شوې ده چې نن (د اګست پر ۲۴مه) د فرانسې په جنوب کې د بیریټز په سیمه کې د جي اووه یا د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادو سرمشریزه پیل شي.

دا دوه ورځنۍ سرمشريزه ښایي د ایران د اټومي پروګرام او له دې ډلې سره د روسیې د احتمالي یوځای کېدو له امله پېچلو بحثونو ته لار پرانیزي.

په دې غونډه کې چې کوربه به یې د فرانسې ولسمشر ايمانيول مېکخوا وي، د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ او د بریتانیا وزيراعظم بوریس جانسن هم ګډون کوي.

ډونلد ټرمپ له واشنګټن څخه د سفر پرمهال خبریالانو ته وویل چې دی تمه لري چې د جي اووه ډلې له غړو سره به یې خبرې ډېرې ګټورې وي.

په دې غونډه کې به د جي اووه پر نورو غړو جرمني، کاناډا، ایټالیا، او جاپان سربېره د هند وزيراعظم نریندرا مودي هم ګډون وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG