د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسيه کې حکومت مخالف سياسي مشر له زندانه خوشي شو


الېکسي ناوالني له زندانه راووت
الېکسي ناوالني له زندانه راووت

پراګ - په روسيه کې حکومت مخالف سیاسي مشر الېکسي ناوالني نن د ماسکو له یو زندانه خوشي شوی دی. هغه ته د دغه هېواد د مظاهرو په اړه د سخت قانون د سړغړونې په تور د ۳۰ ورځو د بند سزا اورول شوې وه.

نن (د اګست پر ۲۳مه) په ماسکو کې تر خوشي کېدو وروسته ناوالني خبریالانو ته وویل هغه په دې کې هیڅ شک نه لري چې دا وخت د یرې ترهې پر کارونو سربېره چې څه ډول خلک نیول کېږي، دا مظاهرې به زیاتېږي او دا حکومت به پر خپلو کړنو سخت پښېمانه وي.

په روسيه کې مظاهرې تر هغه وروسته زیاتې شوې چې انتخاباتي چارواکو د ماسکو په را روانو بلدیاتي انتخاباتو کې ځینې ازاد کانديدان له برخې اخيستو منع کړل. په دغو کې ځینو مظاهرو ته اجازه ورکړل شوې وه او ځینو ته نه.

په ماسکو کې د مظاهرو پر مهال په زرګونه مظاهرچیان چې د رايې کارولو غوښتنه کوي د پولیسو لخوا نیول شوي دي. د دغو مظاهرو داسې ویډیوګانې زیاتې خپرې شوي دي چې پکې پولیس پر مظاچیانو تشدد کوي. دا مظاهرې د روس نورو ښارونو ته هم خورې شوې دي.

الېکسي ناوالني چې د کريملين له انتقادکوونکو دى، تېره مياشت (جولای) ورته تر هغې وروسته د ۳۰ ورځو د بند سزا واورول شوه چې کله نوموړي له خلکو په هغو لاریونونو کې د ګډون غوښتنه وکړه چې اجازه نه و ورکړل شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG