د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې بمي چاودنو مرګ ژوبله اړولې


خوست (ارشيف)
خوست (ارشيف)

په خوست کې د اګست پر ۲۳مه، مازیګر مهال په دوو چاودنو کې یو کس وژل شوی او ۱۱ ژوبل دي.

ولایتي او امنیتي چارواکي وايي، لومړی په اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې د امنیتي سرتېرو پر شخصي ګاډو موټر بم برید وشو چې پکې یو ولسي وګړی ووژل شو او پېنځه ژوبل شول. ولسوال محمد اکبر ځدراڼ تر پېښې وروسته مشال راډیو ته وویل، سرتېري له خپلې دندې چوټي شوي ول او کورونو ته روان ول چې د برید ښکار شول.

تر دې لږ وروسته د خوست ښار په مرکزي چوک کې له حمام مارکېټ سره نېږدې د ځمکلاندې بم چاودنه وشوه چې پکې شپږ ولسي وګړي ژوبل شول.

د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند حیدر عادل وايي، په پېښه کې د ژوبلو حالت د ډاډ وړ دی.

د حملو ذمه واري چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG