د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا ایران په ترهګرۍ تورن کړ


د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د اګست پر ۲۰مه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته، چې د منځني ختیځ د سولې او پر امنیتي چلنچونو بحث ته ځانګړې شوې، په مشخص ډول د ایران نوم واخیست او هغه هېواد یې د ترهګرۍ په تور، تورن کړ.

پامپیو وویل، تهران او نیابتي ځواکونه یې د عراق، لبنان، سوریې (شام) او یمن په کړکېچونو کې ترهګرۍ او ناکرارۍ ته لمن وهي چې ناوړه بشري عواقب لري.

هغه وویل، که ملګري ملتونه پرېږدي چې پر ایران د وسلو د پلورلو بندیز د ۲۰۲۰ز کال په اکتوبر کې پای ته ورسي، تهران به ګډوډي پیدا کړي.

پر ایران د ملګرو ملتونو له خوا د لګول شویو بندیزونو په ترځ کې د ایران د انقلاب ساتونکي ځواک او د قدس ځواک پر قوماندان قاسم سلیماني د سفر بندیز هم لګول شوی دی.

پر نورو ۲۳ ایراني چارواکو هم د سفر بندیزونه لګول شوي دي.

د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي براین هوک د مایک پامپیو تر دې څرګندونو مخکې د اګست پر ۲۰مه، په نیویارک کې خبریالانو ته وویل د ملګرو ملتونو له خوا لګول شوي بندیزونه ځکه ډېر مهم دي چې پر ایران د وسلو د پلورلو او هم یې پر چارواکو د سفر بندیزونه دوام ومومي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG