د یوکراین د بیړنۍ ادارې ترمخه د دغه هېواد په جنوبي بندر اوډېسه کې د اګست د ۱۷مې په سهار په یو شخصي هوټل کې د اور لګیدو په پېښه کې اته کسان وژل شوي او لس نور ژوبل شوی دي.
د یوکراین د بیړنۍ ادارې په یو بیان کې ویلي چې ۱۰ کسان د پېښې له ځایه ژغورل شوي دي.
په بیان کې دا نه دي ویل شوي چې د اورګېدو پر مهال په هوټل کې څومره کسان موجود وو. دوی دا هم نه دي ویلي چې د اور لګېدو علت څه وو؟
په ټوکیو سټار نومې هوټل کې 273 کمرې دي او اور وژونکیو په دریو ګېنټو کې په اور قابو ومونده. د پولیسو په وینا د پېښې پلټنې پېل شوي دي.