د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چین په ختیځ کې توپانونه، ۲۲ کسان وژل شوي ۱۰ ورک دي


د چین په ختیځ کې د توپان او زمکې ښوېدو په پېښو کې د وژلو شوو کسانو شمیر لږ تر لږه ۲۲ ته رسیدلی او ۱۰ لا هم ورک دي.

د اګست بر ۱۱مه سرکاري خبري اژانس زینوا ویلي، په جیجانګ صوبه کې د اګست پر ۱۰مه د هوا ۱۸۷ کلومیټره في رفتار لرونکي لیکیما توپان له وجې زمکه ښوېدلې ده.

د دې توپان له وجې له یو مېلیون څخه زیات کسان نورو سیمو ته کډه شوې دي چې پکې دوه لاکه درې پنځوس زره له شانګهای څخه او پاتې نور یې له جیجانګ څخه بې ځایه شوي دي.

د توپاني موسم له وجې د چین په ختیځ کې په زرګونه پروازونه معطله شوې دي. زینوا خبري اژانس راپور ورکوي چې په شان ډانګ صوبه کې نږدې ۲۰۰ اوورګاړي هم د ګل تر ورځې پورې ودرول شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG