د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

امريکا: يو کس ۲۰ کسان وژلي دي

امنيتي ځواکونه سمدستي سيمې ته ورسېدل

د امريکې ټيکساس ايالت ګورنر دفتر نن مطبوعاتو ته ويلي چې دغلته د اګست په درېيمه د يو کس په ډزو کې د وژل شوو کسانو شمېر ۲۰ ته رسېدلی دی. ۲۶ نور زخميان دي چې د ځينو حالت ښه نه دی.

چارواکي وايي د الپاسو ښار په وال مارټ سوپر مارکيټ کې دا بريد یو ۲۱ کلن کس کړی دی چې دا مهال ترې تحقیقات روان دي. د الپاسو پوليسو مشر ګرېګ ايلن ويلي د پلټنو پر مهال یې د بريدګر داسې ليکنیز اسناد تر لاسه کړي چې ښيي دا جرم ښايي له ځينو خلکو د نفرت پر بنياد شوی وي.

د راپورونو ترمخه د پېښې اکثره قربانيان لاتين امريکايان دي. په وژل شوو کې لږ تر لږه درې او په زخميانو کې شپږ کسان د ميکسيکو هېواد پيژندل شوي.

د نننۍ ورځې ټول خبرونه وګورئ

په هانګ کانګ کې لوی غیرقانوني لاریون شوی

په هانګ کانګ کې د دوه اوونيو تر خاموشۍ وروسته جمهوريت پلوه مظاهرچيانو يو غيرقانوني لاريون کړی چې پکې په لسګونو زره خلکو ګډون کړی دی.

د اکتوبر ۲۰ مې په مظاهره کې د پوليسو او مظاهرچيانو ترمنځ نښتې وشوې. پوليسو د احتجاجيانو د کنټرولو لپاره اوښکې بهېوونکی ګېس استعمال کړی او رنګ شوې اوبه يې ورباندې وپاشلې.

د نيونو يا مرګ ژوبلې په اړه په سمدستي توګه هيڅرپورټ نه دی ورکړل شوی. اوسنۍ مظاهره د هغو نااراميو برخه ده چې څلور مياشتې وړاندې د حکومت له خوا د يوه ممکنه قانون راوړلو پرضد پیل شوې وې.

دې ممکنه قانون د هانګ کانګ حکومت ته اجازه ورکوله چې مشکوکه مجرمان چين ته وسپاري.

په لبنان کې په سلګونه زره خلک د حکومت ضد کوڅو ته وتلي

په لبنان کې په سلګونه زره کسان د مالي درغلۍ او اقتصادي جمود په خلاف د احتجاج لپاره لارو کوڅو ته راوتلي دي.

د بيروت ، طرابلس او نورو ښارونو سړکونه له خلکو ډک دي چې بيرغونه رپوي،د انقلاب او د رژيم ړنګولو شعارونه ورکوي.

دا له هغه وروسته تر ټولو لويې مظاهرې دي چې حکومت د اکتوبر پر ۱۷ مه نېټه پر وټس اېپ او نورو موبايل پيغامونو د نوي ټیکس لګولو وړاندېز وکړ.

په څو ورځو کې دننه مظاهرې د سياسي نظام په پوره توګه د بدلولو، د سپما د اقداماتو له منځه وړلو او د بنيادي ډهانچې د ښه کولو په غوښتنو بدلې شوې.

نړيوال بانک وايي چې د لبنان شاخوا ۳۳ فيصده وګړي غريبان دي.

له دې سره سره له شامه د ۱۵ لاکه کډوالو له ورتګ سره د دې هېواد پر وسايلو فشار زيات شوی دی.

هندي او پاکستاني ځواکونو ترمنځ ډزو کې دواړو غاړو ته تلفات اوړېدلي

هندي ځواکونه

راپورونه وايي چې په کشمیر کې د پاکستاني او هندي ځواکونو په نښته کې لږ ترلږه ۴ ملکي وګړي او ۳ سرتېري وژل شوي دي.

له دواړو خواوو څخه بېلابېل رارسېدلي راپورونه وايي چې ښايي د تېرې شپې (اکتوبر ۱۹مه) په دې نښته کې د تلفاتو شمېر زیات شي.

د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور د اکتوبر پر ۲۰مه پر ټویټر په یو بیان کې د دې حملې پړه پر هند اچولې او وايي، د هند پوځ د کنټرول د کرښې له بلې غاړې د توپ ډزې وکړې چې هدف یې عمداً د ملکي وګړو په نښه کول وو.

هغه زیاتوي چې پاکستاني سرتېرو په ځوابي ډزو نهه هندي سرتېري ټپیان کړي دي.

بلخوا د هندي پوځ ویاند کرنل راجیش کالیا رویټرز او اې پي خبري اژانسونو ته ویلي چې پاکستان یې په یوه سرحدي پوځي پوسته او ولسي سیمه په نښه کړې چې پکې یو پوځي او دوه ولسي وګړي وژل شوي دي.

نوموړی وايي چې په دغه برید کې درې نور ولسي وګړي ژوبل شوي هم دي.

نینسي پلوسي او د کانګرس اته نور غړي اردن ته تللي

د امريکا د استازو د جرګې سپيکره نينسي پلوسي

د امريکا د استازو د جرګې سپيکره نينسي پلوسي او د کانګرس اته نور لوړ پوړي غړي د اردن په سفر دي.

پلوسي د اکتوبر پر ۱۹مه په یو بيان کې ويلي چې په کانګرس کې د دواړو ګوندونو غړي په داسي حال کې د اردن سفر کوي چې په سيمه کې حالات ترينګلي دي.

په بيان کې ويل شوي چې په شام کې د ترکیې پوځي عملياتو حالات لا نور پيچيلي کړي او د دې سفر مقصد ټولو خواوو سره خبرې کول دي.

اردغان کردي ځواکونو ته له سیمې د وتلو امر کړی

د شام له کوباني ښارګوټي خلک خوندي سیمو ته کډې وړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د شام په شمال کې کرد ځواکونو ته خبرداری ورکړی که چېرې په ټاکل شوي وخت له سيمي و نه وتل نو له سختې کارروايۍ سره به مخامخ شي.

رجب طیب اردغان د اکتوبر پر ۱۹مه، په تلویزوني وینا کې وویل چې که د وتلو پروسه د اکتوبر تر ۲۲مې بشپړه نه شي نو عملیات به بیا پېل کړي.

نوموړي دا هم وويل چې راتلونکې اوونۍ به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ملاقات کوي خو انقره به په هغه صورت کې خپل پلان عملي کوي چې د شام حکومت په هغو سيمو کې خپل ځواکونه ځای پرځای نه کړي.

د ترکیې حکومت د اکتوبر پر ۱۷مه له امریکا سره موافقه وکړه چې د اکتوبر تر ۲۲مې به د شام په شمال کې پوځي عملیات ودروي څو کرد ملېشه ځواکونه له دې سيمي ووځي.

د اور بند باوجود د اکتوبر پر ۱۹مه د ترکې ملاتړو شامي جنګيالیو او کرد ځواکونو ترمينځ نښتي شوي او دواړو خواوې پر يو بل له ډز بندۍ د سرغړونې تورونه لګوي.

د سرو زرو په کان کې ۱۵کانکیندونکي وژل شوي: روس

عکس له ارشیفه

د روسیې بیړنیو چارو وزارت وايي، په کراسنویارسک کرایې سیمه کې د سرو زرو په کان کې د بند ماتېدو په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۵کانکیندونکي وژل شوي دي.

انټرفاکس خبري اژانس د ځايي چارواکو په حواله ویلي، دا بند د اکتوبر پر ۱۹مه د تیزو بارانونو په نتیجه کې مات شو او اوبو یې د ګڼو مزدورانو د استوګنې ځایونه هم له ځان سره وړي دي.

د روس د پلټنو ادارې په یو بیان کې ویلي، د سرو زرو په کان کې د خوندیتوب اصولونو له سرغړونې خلاف یې پلټنې پیل کړي دي.

پاکستان کرکټ بورډ سرفراز احمد له کپتانۍ لرې کړ

د پاکستان پخوانی لوبډلمشر سرفراز احمد.

د پاکستان کرکټ بورډ سرفراز احمد د کرکټ لوبډلې له کپتانۍ لری کړی او پر ځای یې اظهرعلي د ټېسټ او بابراعظم د شل اوريزه لوبډلو مشران ټاکلي دي.

د پاکستان کرکټ بورډ د اکتوبر پر ۱۸مه په يوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې د يورځنيو مېچونو لوبډلې د کپتان فصله به راتلونکي کال د هالېنډ خلاف د سيريز پیل کېدو مخکې کوي.

دا په داسې کې ده چې په دې وروستيو کې د سرفراز په مشرۍ پاکستانۍ کرکټ لوبډلې په هېواد دننه د سريلانکا له هغه لوبډلې ماتې وخوړه چې زياتره لوبغاړي يې نوي و.

د تېل وړونکو کښتیو ساتنې لپاره له امریکا سره همکاري کوو: جاپان

عکس له ارشیفه.

جاپان وايي، دوی به د امريکا په مشرۍ هغه اتلاف کې شامل نه شي چې هدف يې په منځني ختيځ کې په مهمو تجارتي لارو د بحري جازونو تحفظ کول دي.

البته دوی وايي، جاپان ته په خوندي توګه د تېلو انتقال د يقني کولو لپاره به خپلې بېړۍ ورولېږي.

د جاپان د کابينې چېف سکټري يوشيهيدي سوګا د اکتوبر پر۱۸مه وويل چې ټوکيو به اوس هم له نېږدې امريکا سره په هغو هلو ځلو کې همکاري کوي چې هدف يې په داسې وخت کې د تېلو ټانکرې خوندي کول دي چې په ټاکرو يوشمېر بريدونه شوي.

غرب او د دوی عربي اتحاديان د دې حملو تور په ايران لګوي.

نوموړي يو خبري غونډې ته وويل چې په منځني ختيځ کې امن او ثبات د جاپان په ګډون نړيوالې ټولنې لپاره ډېر زيات ضروري دی.

دا په داسې حال کې ده چې امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خليج فارس کې د بحري جازونو د خونديتوب لپاره يو کمپاين پېل کړی چې ورته د اسټرېليا، برتانيا او نورو هېوادونو ملاتړ ترلاسه دی.

په شام کې بمبارۍ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

د شام په راس العین ښارګوټي کې د ترکیو ځواکونو له لوري د شوي برید له ځایه لوخړې خېژي. ۲۰۱۹، ۱۳ اکتوبر

د شام په شمال ختيځو سيمو کې د ترکيې په مشرۍ بمبارۍ کې د اکتوبر پر۱۴مه ولسي وګړي وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا په مشرۍ دغلته کې د ترکيې او کرد ملېشو ترمنځ اوربند وړمه شپه عملي شو.

په بريتانيا کې دېره د شام بشري حقونو د څار اداره وايي دغه ۱۴ کسان د ترکيې په هوايي بريدونو او د دوی د شامي اتحادیې وسله والو لخوا په مارټر ډزو کې وژل شوي دي.

د څارډله وايي، د کردانو په مشرۍ د شام جمهوري ځواکونو اته جنګيالي هم په دې کې وژل شوي دي.

د جمهوري ځواکونو وياند ویلي دي ترکي ځواکونه د ډزبندۍ له هغه تړون سرغړونه کوي چې پر۱۷مه اکتوبر انقرې ته د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پېنس د دورې پر مهال رامنځته شوی و.

نوموړي زياته کړه، په راس العېن کې په روغتون، ولسي ابادۍ او د جنګياليو په ځايونو هوايي او ځمکنۍ حملې روانې دي.

د شام په شمال ختيځو سيمو کې د شوي ډزبندۍ د تړون له مخې په دغه سيمو کې به د پينځو ورځو لپاره جنګ ولاړ وي او امريکا به له هغه خوندي سيمې د کرد ځواکونو وتو ته زمينه برابروي د کومې رامنځته کولو لپاره چې ترکي عمليات پېل کړي.

په اروپایي ټولنه کې د البانیا او شمالي مقدونیا د غړیتوب بحث ګونګ دی

د اروپايي ټولنې مشرانو په بروکسل کې د خپلې سرمشريزې لومړۍ ورځ په دې ټولنه کې د البانیا او شمالي مقدونیا د شمولیت په اړه له کومې پرېکړې پرته پای ته ورسوله.

فرانسه او دوه نور هېوادونه وايي، د بالکان د لوېدیځ هېوادونه لا په اروپايي ټولنه کې غړیتوب ته لازم چمتووالی نه لري.

د فنلنډ صدراعظم انټي رینې نن سهار وویل، پایلې ته نه یوو رسېدلي او هيله مند یوو چې پر يوه توافق د سلا کېدو امکان وي.

د اروپايي ټولنې د مشرانو د خبرو د دوهمې او وروستۍ ورځې په درشل کې په دې ټولنه کې د البانیا او شمالي مقدونیا پر غړیتوب بحثونه لا هم ګونګ ښکاري.

جنرال رازق تر یوه لوی سازش لاندې "شهيد" کړل شو: ولسمشر غني

د کندهار پخوانی امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق

د افغانستان ولسمشر وايي، د کندهار پخوانى امنيه قوماندان د "دښمنانو" د يوې لويې دسيسې په نتيجه کې "شهيد" شوى دى.

محمد اشرف غني دا خبره نن د لويې جرګې په خېمه کې د کندهار د پخواني امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق د لومړي تلين په غونډه کې وکړه.

د کندهار ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق تېر کال د ولسي جرګې له انتخاباتو دوه ورځې مخکې د تلې یا میزان په ۲۶مه د کندهار د ولایتي غونډو په خونه کې په داسې حال کې چې د بهرنیو ځواکونو ځيني عالي رتبه چارواکي هم حاضر وو، د یوه افغان ساتونکي په ډزو ووژل شو.

د کندهار ولایت دغه وژل شوي امنیه قوماندان له څو کلونو په کندهار ولایت کې د مخالفانو ډېری حملې شنډې کړې وې او د دغه ولایت د امنیت په ټینګښت کې ېې ستره برخه لرله.

د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله هم په يوه اعلاميه کې د جنرال رازق وژنه يوه ضايعه ګڼلې ده.

په تېرو نهو میاشتو کې ۲۵۶۳ افغان وګړي وژل شوي: یوناما

د یوناما نښان

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یوناما وایي، د روان میلادي کال په لومړیو ۹ میاشتو کې په افغانستان کې ۲۵۶۳ ولسي وګړي وژل شوي دي.

دغې ادارې په یوې اعلامیه کې ویلي چې په وروستیو درېوو میاشتو کې د ملکي تلفاتو کچه ډېره لوړه وه.

د یوناما اعلامیه وایي، د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې شااوخوا ۵۵۰۰ ملکیان ټپیان شوي هم دي.

د یوناما د معلوماتو پر اساس، د روان کال د جولای له لومړۍ نېټې څخه د سپټمبر تر ۳۰مې پورې د تېر میلادي کال د همدې مودې په پرتله د ملکي تلفاتو شمېر ۴۲ فیصده ډېر شوی دی.

دغې ادارې په اعلامیه کې د افغانستان د جګړو له ښکېلو خواوو غوښتي چې د ملکي مرګ ژوبلې مخه ونیسي.

د افغانستان د زڼغوځيو ۸۰٪ پیداوار له پکتیا څخه دی

په کابل کې د جلغوزیو فابریکه

د افغانستان د زڼغوځيو تولیدات ۸۰ فیصده له پکتیا ولایت څخه دي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په پکتیا کې هرکال ۲۴ زره مټریک ټنه جلغوزي تولیدېږي.

د دې وزارت ویاند اګبر رستمي ازادي راډیو ته وايي، زڼغوځي ته د ښه بازار پیدا کولو لپاره افغان حکومت په ځانګړي توګه اړوندو ادارو پوره پاملرنه کړې چې په یایله کې به د افغانستان عواید زیات شي.

د رستمي په خبره، د زڼغوځيو د قاچاق په اړه افغان حکومت په ځانګړې توګه د کرنې وزارت یوه مشخصه کړنلاره جوړه کړې چې له مخې به یې د دې وچې مېوې د قاچاق مخه په کلکه ونیول شي.

افغان ځواکونو پکتیکا کې د پنځو وسله والو د وژلو ادعا کوي

د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي، د اکتوبر پر۱۶مه شپه د یاد ولایت په جاني خېلو، وازېخوا او مرکز کې پنځه وسله وال وژل شوي دي.

د اکتوبر پر۱۷مه د پکتیکا امینه قوماندانۍ د امنیت امر څارمن مسعود بابکر خېل مشال راډیو ته وویل، دوه وسله وال د مرکز اړوند د شرابت په سیمه کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې او درې وسله وال د جاني خېلو او وازېخوا په ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په کمینونو کې وژل شوي دي.

تر اوسه هېڅ یوې وسله والې ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ترکیه دې په شام کې عملیات ودروي: امریکا

په شام کې د ترکي ځواکونو عملیات.

د امریکا یوه لوړ پوړې پلاوې د اکتوبر پر۱۶مه د شام په شمال ختیځ کې د ډزبندۍ په اړه د خبرو اترو لپاره ترکیې ته روان شوی.

په عین حال کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له دغه سیمې د خپلو ځواکونو د ویستلو پریکړې دفاع کړی او د خبرو اترو د ناکامۍ په صورت کې یې پر انقرې د زیات تاوان رسوونکو بندیزونو خبرداری ورکړی.

نوموړي باور وښود چې مرستیال ولسمشر مایک پينس او د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو به په ترکيې کې کامیابه غونډه وکړي.

ترکیې ته تللې پلاوی به کوښښ کوي چې د انقرې لخوا په شام کې د یوې اوونۍ راهیسې روانو عملیات د ودرولو او د اوربند په هکله یوه معاهده وکړي.

انقرې دغه عملیات سیمه له کرد ځواکونو د پاکولو او د شامي مهاجرینو د بیا ابادکارۍ لپاره د یوې خوندي یا حایل سیمي ګرځولو په مقصد پیل کړي.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ په واشنګټن کې د خپل اټالوي سیال سرګیو ماتا ریلا سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې که خبرې اترې ناکامه شي نو بندیزونه، ټېکسونه او نور هغه څه چې دوی یې کوي او ورته به دوام ورکوي چې دا به د ترکیې اقتصاد ته سخت تاوان ورسوي.

افغانستان کې سږ کال د مېوو او سبزیو حاصلات ۳۰٪ زیات شوي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په هېواد کې د تېرو کلنو په پرتله سږ کال د تازه مېوو او سبزیجاتو د حاصلاتو په برخه کې۳۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د دې وزات ویاند اکبر رستمي د اکتوبر پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، "د میوو او سبزیجاتو تر څنګ د غلو حاصلات هم زیات شوی."

د رستمي په خبره, یوازې سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې ۴۲ فیصده زیات والی راغلی چې علت یې هم له بزګرانو سره د حکومت له لوري د منظمو برنامو شریکول دی.

د کرنې وزارت په داسې حال د تازه او وچو میوو د حاصلاتو لوړوالی خبره کوی چې اوس هم کرنیزو محصولاتو ته د مناسب بازار نشتون د بزګرانو پر وړاندې یوه جدي اندېښنه ده.

فرانسې له ایرانه د خپلو دوو وګړیو خوشېکول غوښتي

د فرانسې تبعه رولانډ مارخل (کیڼ اړخ) او ایراني الاصله روح الله زم چې فرانسې کې یې پناه اخیستې وه.

فرانس پخلی کړی چې یو بل وګړی فرانسوي پوهاند په ایران کې نیول شوی دی.

فرانس د دې ګام غندنه کړې او دا کار یې د نه منلو وړ بللی دی.

د فرانس بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر پر۱۶مه وویل چې رولانډ مارخل په جون کې نیول شوی و.

هم دغه وخت د فرانس او ایران غبرګ شهریت لرونکې یوه ښځه فریبا عادلخاه هم په تهران کې نیول شوې وه.

دواړه نیول شوي کسان د پاریس یوې معتبرې تعليمي ادارې (ساینسز پو ) پوهنتون لوړ رتبه څېړونکي دي.

مخکې دا معلومه وه چې عادلخاه په بند کې ده خو وزارت د مارخل نېول کېدو تصدیق نه وکړی.

د فرانس بهرنیو چارو وزارت ویاندې ایګنیس وان دیغ موهل له ایراني انتظامیې غوښتنه وکړه چې په دې معامله کې شفافیت وښي او بې له څه ځنډه د دغه نه منونکي حالت د ختمولو لپاره دې ګام واخلي.

پر ټاکنیزو ادارو د سیاسي فشار راوړلو مخالفه یوو: اوېلز

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الېس وېلز.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الېس وېلز وايي، واشنګټن د افغانستان په انتخاباتي کمېشن کې د هر ډول لاسوهنې او ورباندې د سیاسي فشار راوړلو مخالفه ده.

د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وزیرې د اکتوبر پر ۱۵مه په کابل کې له ولسمشر اشرف غني، اجراییه رییس عبدالله عبدالله او د انتخاباتي کمیسیون له چارواکو سره کتلي دي.

په دغو لیدنو کې د افغانستان د سولې او ټاکنو په اړوندو مسایلو بحث شوی دی.

ایلس وېلز پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې امریکا د افغانستان له انتخاباتي کمیشن خپل ملاتړ ته دوام ورکوي څو هغوی په خپلواکه توګه باوري ټاکنیزه پروسه مخته یوسي.

پرون ارګ ماڼۍ لیکلي و چې ولسمشر اشرف غني له وېلز سره په لیدنه کې ټينګار وکړ چې د انتخاباتي کمېشن پرېکړو ته دې درناوی وشي او هېڅ کاندید دې له وخت مخکې د بریا ادعا نه کوي.

شاهي جوړې له پاکستاني وزیر اعظم سره ولیدل

شهزاده ولیم او شهزداګۍ کېټ له پاکستاني وزیراعظم عمران خان سره ولیدل. ۲۰۱۹، ۱۵ اکتوبر

د برتانیا شاهي جوړه چې پکې شهزاده ویلیم او شهزادګۍ کیټ میډیلټن شامل دي، نن يې د خپل سفر په دوهمه ورځ د پاکستان له چارواکو سره لیده کاته کړي دي.

د مشال رېډيو خبريال وايي برتانوۍ شاهي جوړې په دې سفر کې د پاکستان له وزیراعظم عمران خان، ولسمشر ډاکټر عارف علوي او نورو چارواکو سره ملاقاتونه کړي. شاهي جوړه چې په دوشنبه په پنځه ورځني رسمي سفر اسلام اباد ته رسېدلې د لاهور ترڅنګ د خیبر پښتونخوا غرنیو سیمو ته به هم درومي.

د وزیراعظم د اطلاعاتو او نشریاتو ځانګړې سلاکارې فردوس عاشق اعوان پرون ویلي، د برتانیا د شاهي جوړې سفر دسوله ییزه او خوندي پاکستان عکاسي کوي.

ترکیه دې په شام کې اوربند وکړي: ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس وايي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ په شام کې د سم دستي اوربند غږ کړی.

د نوموړي په وینا ټرمپ خپل ترکي سیال رجب طیب اردغان سره په دې اړوند ټېلېفوني خبرې کړي دي.

د ترکي ځواکونو یوه اوونۍ وړاندې د هغه هېواد په شمال ختیزو سیمو حمله وکړه.

پېنس وايي، ټرمپ له اردغان سره پر ټېلېفون جدي خبرې وکړې او دا یې هم ورته وویل چې هغه به د شخړې د هوارۍ په موخه ژر سیمې ته سفر وکړي چېرته چې د جنګ له وجې ۱۶۰ زره ولسي کسان کډو کولو ته اړ شوي دي.

ولسمشر ټرمپ د اکتوبر پر۱۴مه په یو بیان کې ویلي وو، که د ترکي مشرانو خطرناکې او ویجاړونکې لارې ته ادامه ورکړه نو هغه پوره چمتو دی چې په چټکۍ سره د ترکي اقتصاد تبا کړي.

افغان سربازانو په ننګرهار کې د داعشیانو یو سرغنه نیولی

د افغانستان کورنیو چارو وزارت د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د داعش وسله والو د یوه سرغنه د نیول کېدو خبر ورکوي.

د دغه وزارت په یوې اعلامیې کې راغلي چې دغه سرګروپ ابراهیم نومېږي او د اکتوبر پر۱۴مه د ځانګړو عملیاتو پر مهال نیول شوی دی.

اعلامیه زیاتوي دغه کس په ګڼو ترهګري بریدونو او تخریبي اعمالو کې لاس درلود.

د افغان چارواکو په خبره له نوموړي سره وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

په تېرو څو کلونو کې داعش ډلې په افغانستان کې د ګڼو خونړیو چاودنو مسولیت منلی دی.

د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې داعش او طالب وسله وال دواړه فعالیت لري.

افغان ځواکونو پر وسله والو بریالي ګوزارونه کړي: سکاټ میلر

د افغانستان له پوځي اکاډمۍ نوي فارغ شوي سربازان. ۲۰۱۹، ۱۳م اکتوبر

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په جګړه کې وسله والو ته ماتې ورکړې او په دې وروستیو کې یې د ترهګرو مهم کسان له منځه وړي او ډېرې سیمې یې له هغوی بیرته نیولې دي.

د ارګ د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، جنرال میلر دا څرګندونې د یکشنبې په ماښام له ولسمشر اشرف غني سره په لیدنه کې کړي او د دغه هېواد د دولتي ځواکونو زیاتېدونکی ظرفیت او جنګي وړتیاوې یې ستایلي دي.

خبرپاڼې د جنرال میلر له خولې زیاته کړې چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ زیاتوالی د هغوی د وروستیو بریاوو سبب دی.

د ارګ د خبرپاڼې په وینا په دې لیدنه کې ولسمشر اشرف غني ټینګار وکړ چې "د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ترهګرۍ ضد مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي او په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې ګډه همکاري او ملاتړ مهم دی."

پوتین: روسیه د خلیج ترینګلتیاوو په کمولو کې رول لوبولی شي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، هېواد یې په سیمه کې د بریدونو له زیاتېدو وروسته په خلیج کې د روانو ترینګلتیاوو په کمولو کې مثبت رول لوبولی شي.

د ولسمشر پوتین دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ سعودي عرب ته د نوموړي تر سفر مخکې خپرې شوې دي.

نوموړي نن دوشنبه سعودي عرب ته ځي، دا تر یوې لسیزې زیاتې موده کې لومړنی ځل دی چې پوتین سعودي عرب ته سفر کوي.

په سوچي کې له یو شمېر عرب خبریالانو سره خبرو کې ولادیمیر پوتین د ریاض او مسکو د اړیکو په اړه وویل: "موږ سعودي عرب ته د یو دوست هېواد په سترګه ګورو، زه د سعودي له پاچا او وليعهد سره ښې اړیکې لرم، موږ تقریباً په ټولو برخو کې خپلې اړیکې پراخې کړي."

ولادیمیر پوتین د خلیج له عربي هېوادونو او ایران سره د روسیې د ښو اړیکو یادونه وکړه، خو ویې ویل چې په دې اړه چې د سپټمبر په ۱۴مه د سعودي د تېلو پر تاسیساتو د بریدونو تر شا د چا لاس دی، باوري معلومات نه لري، دې بریدونو په سیمه کې د سعودي او ایران ترمنځ کړکېچ لا زیات کړ او د تېلو بازارونه یې ګډوډ کړل.

په یمن کې حوثي یاغیانو چې ایران یې ملاتړ کوي، د دې بریدونو مسؤلیت ومانه، خو ریاض او واشنګټن یې پړه پر تهران اچولې.

ایراني چارواکو په دې بریدونو کې لاس لرل رد کړي.

جاپان کې توپان ۱۹ کسان وژلي

سمندري توپان د اکتوبر پر ۱۲مه د جاپان ختیځې برخې وځپلې.

د جاپان چارواکو د اکتوبر پر ۱۳مه نېټه خبر ورکړ چې په دغه هېواد کې د سمندري توپان له وجې د وژلو شویو کسانو شمېر۱۹ ته رسېدلی دی.

په جاپان کې هیلي کاپټرونه، کشتۍ او په زرګونو ځواکونه ځای پر ځای کړل شوي چې د سېلابونو له وجې په کورونو کې اېسار پاتې خلک وژغوري.

سمندري توپان د اکتوبر پر ۱۲مه د جاپان ختیځې برخې او له هغې ورورسته یې د هېواد مرکزي او شمالي برخې هم وځپلې.

د جاپان د حکومت ویاند یوشي هادی سوګا د اکتوبر پر ۱۳مه، خبریالانو ته وویل چې توپان په هېواد کې په پراخه کچه زیانونه اړولي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د ژغورنې په عملیاتو کې ۲۷۰۰۰ پوځيان او امدادي کارکوونکي برخه اخلي.

جیمز میتس: د شام کرد مېشتو سیمو کې د امریکايي سرتېرو شتون اړین دی

جيمز ميتس د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د اختلافاتو له وجې استعفا ورکړې وه.

د امريکا د دفاعي چارو پخواني وزير جيمز میتس خبرداری ورکړی چې د شام له شمال ختيځ څخه د امريکايي ځواکونو له ويستلو سره داعش وسلواله ډله بیا سر پورته کولی شي.

جيمز ميتس د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د اختلافاتو له وجې استعفا ورکړې وه.

نوموړي دغه څرګندونې د اکتوبر پر ۱۲مه، این بی سي نیوز سره په مرکه کې کړي او ویلي یې دي چې په یاده سیمه کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې د قابو کولو لپاره د امریکايي سرتېرو شتون اړین دی.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شام له کرد مېشتو سیمو څخه د سرتيرو په ويستلو له نیوکو سره مخ دی. ناقدين وايي، ولسمشر کردانو سره خيانت کړی.

دا په داسي حال کې ده چې په هغه سيمه کې ترکیې د کردانو ضد پوځي عمليات پيل کړي دي. انقره وايي، کرد جنګيالې ترهګر دي.

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG