د لاسرسي ځای

تازه خبر

د علي او محسن خوشېکولو لپاره لاریون


د وزیرستان د ځوانانو ټولنه وايي، که حکومت یې غوښتنه و نه مني، احتجاج پیلوي.
د وزیرستان د ځوانانو ټولنه وايي، که حکومت یې غوښتنه و نه مني، احتجاج پیلوي.

پراګ ـ د وزیرستان ځوانانو ټولنې غړي وايي، حکومت دې په قامي اسمبلۍ کې د شمالي او جنوبي وزیرستان استازي محسن داوړ او علي وزیر خوشې کړي کنه پراخ احتجاجي تحریک پیلوي.

دوی دا غوښتنه د جولای پر ۲۶مه په میرامشا کې د خبریالانو ټولنې مرکز مخې ته په لاریون کې کولې.

د وزیرستانیو ځوانانو ټولنې جنرل سیکرېټري وقار احمد مشال راډیو ته وویل، حکومت دې د اګست تر درېمې نېټې علي وزیر او محسن داوړ خوشې کړي:

"چې دا کوم احتجاج وشو په هغې کې موږ دا مطالبه وکړه چې حکومت دې زموږ دوه پارلېماني غړي، محسن داوړ او علي وزیر چې په جېل کې دي، زر خوشې کړي، ځکه چې دا د ډېر شرم خبره ده چې زموږ نمایندګان دې په جېل کې وي. موږ دا وایو چې دوی دې د اګست تر درېمې نېټې پورې خوشې کړل شي، بیا دې کیسونه پرې کېږي، کنه نو نوي حالات به بیا داسې ځای ته ولاړ شي چې موږ به په نورو پرلتونو او احتجاجونو کولو مجبوره شو."

علي وزیر او محسن داوړ
علي وزیر او محسن داوړ

داوړ او وزیر دواړه د سږني کال (۲۰۱۹) د مې پر۲۶مه نېټه د خړ کمر پېښې او له هغې وروسته د سړکغاړې ماین چاودنې په مقدمو کې نیول شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په وينا د مې پر ۲۶مه نېټه د شمالي وزیرستان په خړ کمر کې د پاکستانیو عسکرو په ډزو کې د دوی ۱۴ غړي وژل شوي او تر ۴۰ زيات ژوبل دي خو امنیتي ادارې بیا تورې پورې کوي چې د داوړ او وزیر په مشرۍ مظاهره چیانو د دوی پر یوه پوسته برید کړی وو چې پکې د پوځ پنځه تنه ژوبل شوي ول خو د خپل دغه تور سپیانوي لپاره یې هېڅ کوټلی ثبوت نه دی راوړی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د پلویانو او وکیلانو په وینا، د علي وزیر او محسن داوړ د ضمانت لپاره په بنو کې د ترهګرۍ ضد عدالت کې د پنجشنبې پر ورځ اورېدنه وه چې د قاضي د رخصتۍ له وجې د اګست تر درېمې وځنډېدله.

د وزیرستانیو ځوانانو ټولنې یو بل غړي ګل سادات په مظاهره کې د وینا پر مهال وویل، حکومت دې بار بار د عدالتي کاروایۍ د ځنډولو له لارې د علي وزیر او محسن داوړ د خوشې کېدو مخه نه نیسي.

"زموږ په مشرانو یې د دروغو مقدمې وچلولې، دا مقدمې دې بندې کړل شي، موږ سره دې امتیازي سلوک بند کړل شي. موږ ریاست ته وخت ورکوو چې علي وزیر او محسن داوړ ته دې تاریخ پسې تاریخ ورکولو له لارې دوکه نه ورکوي. که تر درېم اګست پورې یې دوی خوشې نه کړل نو د وزیرستان خلک به له حکومته [سېوېل بایکاټ] وکړي. "

د وزیرستان ځوانانو ټولنې مشرانو وویل که حکومت یې غوښتنې و نه منلې نو دوی به لارې، سکولونه او روغتونونه وتړي. خو بل پلو د شمالي وزیرستان یوه لوړ پوړي چارواکي له مظاهرې وروسته د نوم نه ښودلو پر شرط مشال راډیو ته وویل، د محسن داوړ او علي وزیر خلاف عدالتي کاروایي روانه ده او دوی یې د خوشېکولو توان نه لري.

XS
SM
MD
LG