د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسامه بن لادن زوی حمزه مړ شوی: امریکا


د القاعدې پخواني مشر اسامه بن لادن زوی حمزه.
د القاعدې پخواني مشر اسامه بن لادن زوی حمزه.

د امریکا استخباراتو معلومات تر لاسه کړي چې د القاعدې پخواني مشر اسامه بن لادن زوی حمزه وژل شوی دی.

امریکايي میډیا د جولای پر ۳۱مه د چارواکو په حواله دا خبر ورکړی دی.

این بي سي ټېلېوېژن ته درو امریکايي چارواکو ویلي د حمزه بن لادن د مړینې په اړه معلومات لري خو نور وضاحت یې ور نه کړ او نه یې هم داسې اشاره ورکړه چې ګواکې د خبر تصدیق یې کړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دفتر کې د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې ولسمشر نه د خبر تصدیق او نه یې هم رد کړ.

ولسمشر ټرمپ وویل، په دې اړه څه ویل نه غواړي.

د امریکا حکومت د سږ کال په فبرورۍ میاشت کې د حمزه بن لادن پر سر د یو میلیون ډالرو انعام اېښی وو.

امریکا ویلي ول چې هغه د القاعده د راتلونکي مشر په توګه مخې ته روان دی.

حمزه په خپلو غږیزو او ویډیويي پیغامونو کې د امریکا او نورو هېوادونو خلاف د بریدونو غږ کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG