د لاسرسي ځای

تازه خبر

اورکزو کې ماین چاودنې دوه وروڼه ژوبل کړي


نقشه
نقشه

په اورکزو کې د بارودي سرنګ له یوې چاودنې دوه وروڼه ژوبل شوي دي. يوه امنيتي چارواکي مشال راډیو ته وويل چې د ګل/دوشنبه د بره اورکزیو په چپر عليخېلو کې دوه وروڼه پر ځمکني ښخ ماین وروختل.

د نوموړي په وینا چې ژوبل کسان یې د درملنې لپاره روغتون ته وړي دي.

په قبایلي سیمو کې وخت په وخت د مځکي ښخ ماینونو چاودنې کېږي چې ګڼو خلکو ته یې ځاني تاوانونه رسولي دي.

پښتون ژغورنه غورځنګ بیا بیا غوښتنه کوي چې پاکستانی پوځ دې په پخوانۍ فاټا کې او پتېره په وزیرستانونو کې په لوی شمېر ښخ کړل شوي ماینونه پاک کړي.

په پخوانۍ فاټا کې د ترهګرۍ ضد جګړې پرمهال په پراخه کچه مځکني ماینونه کرل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG