د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران اټومي تړون ژغورولو په باب خبرې وشوې


ایران: په تصویر کې له ارک سره نېږدې د درنو اوبو هستوي اسانیتا.
ایران: په تصویر کې له ارک سره نېږدې د درنو اوبو هستوي اسانیتا.

د ایران بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ارقچي د اتوار پر ورځ په ویانا کې د بریتانیا، جرمني، روس او چین له استازیو سره ملاقات وکړ چې پکې د ۲۰۱۵ز کال د تهران اټومي تړون د ژغورلو په هکله خبرې وشوې.

ارقچي له غونډې وروسته رویټرز خبري ایجنسۍ ته وویل په رغنده ماحول کې یې ښې خبرې وشوې خو دا نشي ویلی چې هر څه یې حل کړل البته په دې لړ کې ډېره ژمنتیا شته.

دا غونډه په داسې حال کې رابلل شوې وه چې له واشنګټن او اتحادیانو سره یې د تهران تناو زیات شوی، په سمندر کې یې د یو بل کشتۍ نیولي دي، او ایران د اټومي تړون سرغړونې کړې دي.

د دغه تړون تر مخه ایران ژمنه کړې وه چې خپل اټومي پروګرام به محدودوي او په بدل کې به یې په دې هېواد لګېدلي بندیزونو کې نرمي کېږي. خو پروشږ کال د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له دې لوظنامې د وتلو اعلان وکړ او په ایران یې بیا بندیزونه ولګول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG