د لاسرسي ځای

تازه خبر

لیبیا: د کښتۍ ډوبېدو کې ۱۵۰ کډوال ورک


عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي له لیبیا اروپا ته تلونکي شاوخوا ۱۵۰ کډوال په بحیره روم کې د کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې لادرکه دي.

یو این اېچ سي ار ویره څرګنده کړې چې دغه کډوال ښايي ډوب شوې وي.

ادارې په بیان کې وویل چې له دې سربېره ځايي کب نیوونکو نور ۱۵۰ کسان ژغورلي دي چې ساحلي سرحد ساتونکو واپس لیبیا ته لېږدولي دي.

لیبیا د کډوالو لپاره اروپايي هېوادونو ته د تللو مهمه لاره ده.

د مهاجرت نړیواله اداره وايي سږ کال په بحیره روم کې په ورته پېښو کې ۴۲۶ وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG